محمد نسيم ځيرك ||
لويه جرګه د افغانانو يو دوديزه ستره غونډه ده، چي قومي مشران پکښې پرمهمو، ستونزورو سياسي مسايلو خبرې، بحث او فيصلې کوي. لويه جرګه دافغانستان د ستونزو دحل تر ټولو ستره تاريخي او باوري مرجع ګڼل کيږي.
په (1705م ) کال کي ميرويس خان نيکه په پټه د کندهار په کوهکران سيمه كي د قومي مشرانو جرګه راوغښتل، موضوع يې ورته بيان او د جرګې له برخوالو څخه غوښتنه وکړه، چي د ايراني استعمار څخه د خپلواکۍ يا ازادۍ مبارزه راسره پيل كړى،،،،
2:- دويم ځل بيا ملي قائيد ميرويس خان نيکه په (1707م) کال کي د کندهار دمانجي دويمه جرګه را وغوښتل او په دې جرګه كي يې د ګرګين د کتل او د ملي حكومت اعلان وکړ،،،، ګرګين ظالم يې قتل کړ او له ايرانيانو څخه خپلواكي واخيستل،،،،،
3:- په (1747م) کال کي نوميالي احمدخان د کندهار په شيرسٌرخ کي د ملي مشرانو او روحانينو لويه جرګه را وغوښتل،،، دا تاريخي جرګه د معاصر تاريخ مبداء وګرځيده، نه يوازي دا بلكي دې تاريخي جرګې نتيجه دا وه،چي معاصر افغانستان تاسيس او خپلواك سو، د پښتون قام د غلجي او ابدالي قومونو دوښمني او اختلافات د ابد له پاره د منځه ولاړل ، همدارنګه د پښتون قوم او بلوڅو،،،،، لنډه دا چي لوى افغانستان او لويه افغاني امپراتوري جوړه سوه، د افغانستان پولي طبيعي جوړي سوې،،،،،،،
4:- په (1865م) کال امير شيرعلي خان د امنيت د ټينګښت او له حكومت سره د خلګو په ملاتړ لويه جرګه راوغوښتل،،،
5:- په (1915م)کال کي امير حبيب الله خان په نړيواله جګړه كي د ګډون او نه ګډون په خاطر لويه جرګه را وغوښتل، جرګې پر بې طرفۍ ټينګار وکړ او فيصله پر دې وسوه چي په جګړه ګډون نه کوو او بې طرفه پاته کيږو،،،،
6:- په (1923م) کال کي ځوان مدبر پاچاه غازي امان الله خان د (872) مشرانو جرګه په جلال اباد کي جوړه کړه، په نتيجه كي يې د افغانستان د پرمختګ له پاره لومړى اساسي قانون تصويب كړ .،،،،
7:- په (1930 م) کال کي پاچاه محمد نادرخان لويه جرګه جوړه کړه او د افغانستان دويم اساسي قانون يې تصويب كړ،،،،
8:- په (1964 م ) کال کي شاه ظاهرشاه لويه جرګه راوغوښتل او د افغانستان دريم اساسي قانون تصويب كړ،،،
9:- په (1976م) کال کي جمهور رئيس شهيد سردار داودخان لويه جرګه را وغوښتل او د افغانستان څلورم اساسي قانون يې تصويب كړ ،،،،
10:- په (1987م) کال کي ډاکتر نجيب لويه جرګه ډايره کړه، د اساسي قانون مسوده يې تصويب كړه او ډيموكراټيك جمهوريت يې د افغانستان په جمهوريت واړاوه، همدارنګه يې د هيواد سياسي ډيموكراټيك سيسټم يې په پارلماني ډيموكراسۍ واړاوه،،،،
11:- په ( ٢٠٠٢م ) کال په جون مياشت کې د طالبانو دنظام تر ړنګيدو وروسته ښاغلى کرزي لويه جرګه را وغوښتل جرګې ښاغلى حامدکرزى دهيواد مشر په توګه وټاکه چې د ولسمشر په توګه يې په همدې لويه جرګه کې لوړه وکړه. چې دې جرګې د هغه کابينه هم تاييد کړه.
12:- په (2003م) کال په جنورۍ کې ښاغلي کرزي دويمه لويه جرګه جوړه کړه دې جرګې د افغانستان اوسنى اساسي قانون تصويب کړ.
13:- په ( ٢٠٠٧م ) کال کې ښاغلي کرزي دريمه جرګه په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سولې ګډه جرګه جوړه کړه، په دې وخت کې د دغو دوو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړيکي کړکېچنې وې.
14:- په 2013م کال کي حامد کرزي له امريكا سره د امنيتي او دفاعي قرارداد د کولو او نه کولو لپاره مشورتي لويه جرګه را وغوښتله، جرګوالو وويل سند دي لاسليك سي.