کله چې په افغانستان کې سیاسیون او د واک مخکیني صاحبان په حکومت کې خپل رنګ کمزوری او له صحنې وتلی وګڼي، نو سمدلاسه په دولت د فشار له لارې په منطق برابر او یا له هغې څخه بهر غوښتنې او ولس پارونه کوي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ولس پارونه او پر حکومت په یو او بل نامه فشارونو زور اخیستی چې د عواقبو وړاندوینه یې سرله اوسه مبهمه ده.
د قانوني لویې جرګې تر سره کېدو ته د ولسوالیو شوراګانو ځنډلې ټاکنې خنډ دي خو د عنعنوي جرګې پایلو ته بیا ولس هیله مند نه دی.
سره له دې چې د ملي مسایلو د پریکړې واک عنعنوي جرګې ته ورکول کیږيخو دلویې عنعنوي جرګې ارزښت مخکیني ولسمشرحامد کرزي هغه وخت له مینځه یوړو چې د امریکا سره یې د امنیتي تړون شوې پرېکړې تهپه سپکه وکتل او د راغونډ شویو مشرانو پریکړه یې بې معنی حساب کړه.
حامد کرزي چې د خپل واک په مهال د خپلې خوښې جرګې په رابللو سره د تمې خلاف پایله تر لاسه کړه، نو اوس به څنګه بریالی شي چې د جرګې په جوړیدو سره خپل اهداف تر لاسه کړي، دا خپله اوس د سوال ځای نه دی چې ولې دوی یو ځل بیا لویې جرګې ته زړه ښه کړی؟
دلته له ورایه ښکاري چې د ولس د ستونزو په نامه راتلونکو ټاکنو ته فضا کړکېچنه کول غواړي تر څو خپلو مداخلو ته لاره هواره کړي.
د افغانستان په څېر هېواد کې معمولا د واک په ورستیو کېپه لوی لاس ستونزې جوړیږي، موخه یې دا وي چې له کړکېچن وضعیت نه په ګټنې هر څوک ځان تر مطلب او موخې ورسوي.
د تېر حکومت نورمال حالت د واک په ورستیو کې خپله د واکدارانو لخوا زیانمن شو چې پایلې یې اوسنی ملی یوالی« دوه سری» حکومت شمېرلی شو.
اوس چې د ملي یوالي حکومت واک مخ په ختمېدو دی، د حامد کرزي تر څنګ جهادي مشرانو د ملي یوالي حکومت په تېر دری کلن مزل کې مسلسلې ناستې درلودې تر څو اوسنی حکومت د خلکو تر پام بد معرفي کړي.
که څه هم د دوی د منطق ژبه دومره تیزه نه وه چې ولس را وپاروي او دغه حکومت په ملا مات کړي، خو د تبلیغاتو منفي اغیز یې محسوس کېدای شي
اوس د حکومت له چوکاټ څخه بهر مخکنیو او ځینو اوسنیو برحاله چارواکو اوس دې ته کار ویلی، تر څو د راتلونکو ټاکنو لپاره غښتلی ټیم رامنځته کړي، دوی د حاکمو مشرانو د وېرې په خاطر له ځینو نورو تکیتکونو هم کار واخلي تر څو په ټاکنو کې د مداخلې او له هغوی سره د موازي حرکت لپاره زمینه برابره کړي.
سیاسیونو تل د قدرت د رسېدو لپاره ولس تېر ایستلی، دوی ولس ته د قانون حاکمیت، ملي مسایلو ته ژمنتیا، ملي یوالي ته کار او له دې مهمې او کلکې وعدې ورکړې، خو چې کله په واک سپاره شي تر ټول مخکې یادو موضوعاتو ته لویه ضربه دوی رسولې ده.
ولس اوس له پخوانیو خوش باوریو تجربه اخیستې، بیا په هغو وعدو نه غولیږي چې د ګټو پر ځای یې تاوان زیات وي.