د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

څه موده وړاندې سرخط ته داسې اسناد رسېدلي وو چې د زابل والي بسم الله افغان‌مل په لس ميليونه افغانۍ د ولايت يوه کوټه رنګولې وه، خو تازه مالومات دا دي چې بهرنيو چارو وزارت هم بدخرڅي پيل کړې او د زرو افغانيو شی په سل چنده لوړه بيه پېري.

د دغه وزارت اداره نوره د فساد، بډو او رشوت له امله تر پړسېدو وروسته چاودېدو ته نږدې شوې، خو لا هم ورځ تر بلې د فساد ګراف لوړ روان دی.

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت له تېرو اوولسو کالو راهيسې، وزارت کم، د يوه ګوند دفتر زيات دی او بدمرغي لا دا ده چې کادري سيسټم يې په بشپړه توګه په ګوندي او فردي اړيکو ولاړ دی.

تر اداري فساد وروسته، اوس په خارجه وزارت کې مالي فساد وده کړې او تر داسې کچې رسېدلی دی چې نږدې ده د وزارت خېټه ورسره وچوي.

سرخط ته باوري سرچينو داسې مالومات سپارلي چې ښيي، د بهرنيو چارو وزارت اداري او مالي مرستيال ښاغلي نصير اندېښه د فساد په لړ کې اوس د وزارت د ټولو کونسلي چارو خدمات هم يوه خصوصي شرکت ته په ټېکه ورکړي دي.

دغه شرکت جي‌ټي‌ار نومېږي او د ميرويس عليزي په نامه، يو افغان الاصله اسټرالوی يې مشر دی.

سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې د اندېشه او ميرويس صاحب د يارانې کيسه له هغه مهاله راپيل شوې چې ښاغلی اندېشه په اسټراليا کې د افغانستان سفير و.

په دغه يارانه کې تر دې وړاندې اندېشه صاحب او ښاغلي ميرويس له هند څخه اسټراليا ته افغانان قاچاقول او ښې پرېمانه پيسې يې ګټلې.

يو کال کېږي چې اندېشه صاحب د ښاغلي ميرويس شرکت ته د بهرنيو چارو وزارت ټول کونسلي خدمات په ټېکه ورکړي دي او په دې توګه د شرکت په عوايدو کې په پنځوس سلنه ورشريک شوی دی.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، تر دې وړاندې چې به په بهرنيو چارو وزارت کې هر تصديق کېده، دوه سوه افغانۍ لګښت به پرې راته، خو اوس يوازې د تصديقونو بيه تر شپږ سوه افغانيو لوړه شوې ده.

په دغه وزارت کې يوازې همدا فساد نه دی، بلکې بدخرڅۍ اوج ته رسېدلې او په نه خبره د وزارت له بوديجې د خدای زور افغانۍ ايستل کېږي چې بيا يې څوک د پوښتنې هم نه‌شته.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په کابل کې د سولې کنفرانس له‌پاره يوازې دوه بېنرونه په څلور سوه او پنځه اويا زره افغانۍ چاپ شوي دي.

په بازار کې دغسې بېنرونه چې نرخ يې بېخي اسمان ته ورسېږي، ايله پنځه زره افغانۍ کېږي.

په دې سربېره، د بهرنيو چارو وزارت تر خوړنځي لاندې، د زېرزميني يوه کوټه چې د جومات له‌پاره ځانګړې شوې وه، يوازې په رنګولو يې دوه سوه يو ويشت زره او څلور سوه افغانۍ لګول شوې دي.

که يې په بازار کې څوک پوښتنه وکړي، همدومره کوټه تر دې په ښه کيفيت، يوازې په درې زره افغانۍ رنګول کېږي.

د خوار وطن په خارجه وزارت کې د مجلسونو بيرغونه هم په خورا لوړه بيه پېرل کېږي. په دومره لوړه بيه چې ښايي د وزير اکبر خان د تپې په بيرغ هم دومره لګښت نه وي راغلی.

د اسټراليا له سفير سره د ملاقات له‌پاره، اندېشه صاحب دوه بيرغونه په يو سل او څلور دېرش زره او اووه سوه او پنځوس افغانۍ پېرلي دي.

که څه هم د تشريفاتو رياست د ټولو هېوادونو بيرغونه لري، خو که هغه بېخي لوړه کواليټي بيرغ هم پېرل کېږي، يا جوړېږي، پر دوو دانو تر دوه زره افغانۍ زيات لګښت نه راځي.

تر دې ور ها خوا بيا د وزارت ټولې لوجيسټيکي او ساختماني چارې يوازې دوو شرکتونو ته په ټېکه ورکول شوې دي.

يو يې د قيس شرکت او بل يې د بلال الهام شرکت دی.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې دغه يو شرکت هم د ساختماني چارو د تر سره کولو جواز نه لري.

دواړه يې يوازې د قرطاسيې او لوجيسټيک جوازونه لري، خو اندېشه صاحب د ټولو قوانينو پر خلاف ساختماني چارې هم همدې شرکتونو ته سپارلې او يوه مالومه اندازه فيصدي يې په‌کې تر لاسه کړې ده.

ځينو شرکتونو ته بيا د پيسو د غلا په پار د بهرنيو چارو وزارت د تشکيلاتي جوړښت د ارزولو دنده سپارل شوې.

موږ ډېره هڅه وکړه چې په دې اړه د وزارت د وياند او ښاغلي اندېشنه نظرونه واخلو، خو و نه توانېدو.

سرخط ورځپاڼه
Sarkhat

3 thoughts on “سرخط؛ په خارجه وزارت کې بيرغ په ۱۳۴۰۰۰اخيستل کېږي، کوټه په دوه لکه رنګېږي”
  1. هههههه د دواړو نومونه په بسم الله شروع کیږي خو د هغه بل چې په محمدي ختمیږي، ریکارډ نه شي ماتولای. هغه تاریخي شاهکار کړی و، د لومړي ځل لپاره یې افغانستان کې پچې کوموډیفای کړې، که د کرنې وزیر وای نو نه به استرالیا کې د پچو دانې پاتې وای او نه به امریکا کې د ډالرو خزانې ههههه

  2. له ډاره حال ویلی نشم
    د سوال یاري ده اوس به ګډه وډه شینه
    بدبختي همدلته ده چې فساد، خیانت ، رشوت اخیستل ،بې عدالتی ، ظلم ، تعصب هرڅه په خپلو سترګو وینو او پرځان یې احساس کوو ، خو : مونږ ټول محافظه کاري کوو، له غله سره د جوال خوله نیسو که څه هم مونږ ته هېڅ په لاس نه راځي.
    که پر ظالمانو مو زور نه رسيږي ، په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې یې افشا کول ضروری دي. ممکن یو څوک پیدا شي چې د ظالم لاس د مظلومانو له ستوني نه لرې کړي.

  3. دا منم چي په ورزارت او په ټول دولت کښي فساد اوج ته رسیدلي دي. مګرسرخط چي کوم شیان لیکلي دمیرویس علیزی په باره کښي مطلق بي بنیاده دي، هیله ده چي میرویس علیزی دا لیکنه وویني او دحیثیت دعوه ورباندي اقامه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *