تاند- د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو نن /دوشنبه/ د عمان په پلازمېنه مسقط کې سره ولیدل او له طالبانو سره د سولې د بهیر د بیا ژوندي کولو او له تروریزم سره د پاکستان د مبارزې په اړه یې خبرې وکړې.
د خلیج رسنیو وویل چې دا غونډه وروسته له دې جوړه شوه چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه او پاکستان ته یې د ترهګرو د پناهځایونو په خاطر خبرداری ورکړ.
د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په غونډه کې د کوربه هیواد عمان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم ګډون وکړ.
د خلیج د سیمې نېشنل ورځپاڼې ته د عمان یوه چارواکي وویل«پاکستان کلیدي رول لري. دا هیواد پر طالبانو کافي نفوذ لري. د چین استازي هم دلته شته، دوی به د سولې د لارې د نقشې لپاره ځانګړي حللارې وړاندې کړي، خو امریکايي چارواکي د ژمنو تمه لري.»
وسله والو طالبانو په دې خبرو کې برخه نه لري او ویلي یې دي چې ګډون پکې نه کوي.
عماني چارواکي، چې نشنل ورځپاڼې یې نوم پټ ساتلی، همداراز وویل«دا د سولې د خبرو یو بل پړاو دی. هیڅ شی پکې تضمین او یقیني نه دي. هر څه په برخوالو پورې تړلي چې ستونزې حل کوي او که یې نه کوي. خو له دې سره سره موږ خوشبینه یوو.»
د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لومړنۍ خبرې، چې د پاکستان په مري کې وشوې، وروسته له دې وځنډېدې چې د ملا محمد عمر مړینه اعلان شوه.