تاند- د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال نن /دوشنبه/ د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په بلنه کابل ته راغی چې د دوو هیوادونو ترمنځ پر دوه اړخیز ستراتیژیک مشارکت او سیمه ییزو مسلو خبرې وکړي.

ښاغلي دووال د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رييس عبدالله عبدالله سره هم وکتل.

د هند د ملي امنیت سلاکار په داسي ورځ کابل ته راغی چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان د سولې او له طالبانو سره د خبرو په اړه د سلامشورې لپاره جرګه شوي دي.

د افغانستان او هند د ملي امنیت سلاکارانو دوه اړخیزې او رښتیانۍ سیمه ییزې همکارۍ د درستې سیمې د سولې، امنیت او ثبات لپاره مهمې وبللې.

دواړو خواوو د هغه فرصت هرکلی وکړ چې د دوی په وینا د امریکا نوې ستراتیژۍ په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره رامنځته کړی دی.

دواړو خواوو د خپلو ګډو هدفونو د حصول لپاره پر نورو سلا مشورو او د ستراتیژیک دیالوګ پر دوام موافقه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار له لوري خپل هندي ساري ته په غرمنۍ کې د افغانستان دفاع وزیر، لوی درستیز، د ملي امنیت ريیس، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې رييس او یو شمېر نورو چارواکو ګډون وکړ.

د هند د ملي امنیت سلاکار د خپل سفر په لړ کې د افغانستان ولسمشر ته د هند د صدراعظم نریندر مودي له لوري د هند د سفر بلنه وړاندې کړه او ولسمشر ورسره موافقه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *