خبریال: واحد ګل هاشمي |
له اسلام اباد څخه دوبۍ ته د پاکستان د هوايي شرکت PIA د تلونکې الوتکې د تشناب د دروازې نه موجودیت مسافر سخت په تکلیف کړي دي.
په پاکستان کی د ۹۲ تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، د (پي آی ای) هوایي چلند ادارې د یوې الوتکی په (PK233 ) پرواز کې، چی د دوشنبی په ورځ یې له اسلام اباد څخه دوبۍ ته روانه وه، د تشناب د دروازې نشتون مسافر په تکلیف کړل.
له اسلام اباد څخه دوبۍ ته شاوخوا له درې نیمو تر څلورو ساعتونو هوایي مزل دی.
په دې الوتکه کې له دې سره سره چئ خلک تشناب ته تللی نه شول، په الوتکه کې د زیات بد بوی له امله مسافرو شکایت درلود.
د الوت په جریان کې مسافرو له صبر، حوصلې او د بد بوۍ له زغملو پرته بله لاره نه درلوده.
دا په داسې حال کې ده چئ پخوا د دې شرکت یوې الوتکې سقوط کړی و چی پکې شاوخوا ۴۵ مسافر له ژونده بې برخې شول.
خو د تشناب ښايي د هوايي ملکي چلن په تاریخ کې بې سارې وي. تر دې وړاندې نه دي اورېدل شوړي چی په یوه الوتکه کې دې د تشناب دروازه نه وي او بد بوۍ دئ په الوتکه کی خپور وي.