تاند- د امریکا بې پېلوټه الوتکو ډیورنډ کرښې ته نژدې په کورمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې پر غړیو حمله وکړه.

رویټرز خبري اژانس ته د وسله والو طالبانو او د پاکستان حکومتي سرچینو نن /سې شنبه/ وویل، په دې برید کې، چې پرون /دوشنبه/ وشو، د پاکستان مېشتې حقاني شبکې ۵ غړي وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان رسنۍ د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښيي.

حمله دقیقاً په هغه سیمه کې شوې چې تېره اوونۍ امریکايي – کاناډايي جوړه له ۵ کاله برمته توبه وروسته خوشي شوه.

د کورمې ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ یا د مرکزي حکومت استازي بصیر خان وزیر وویل، څلور بې پېلوټه الوتکو د دوشنبې په ورځ پولې ته نژدې د طالبانو پر پټنځایونو ۶ توغندي وویشتل.

رویټرز ته د طالبانو یوه غړي د نوم د نه افشا کېدو په شرط ویلي «په څو خټینو کورونو، چې مجاهدینو ورڅخه کار اخیست، بې پېلوټه الوتکو ۶ میزاییل وویشتل، دوه یې پر هدف ولګېدل.»

دغه طالب ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم کسان شامل نه دي، خو یوه بل طالب وویل چې د دوی قوماندانان وژل شوي دي.

شاهدانو ویلي چې د بې پېلوټه الوتکو ږغ یې واورېد او ژر یې دوړې ولېدې چې په اسمان کې خپرې شوې.

د سیمې یوه اوسېدونکي ګلاب شېر وویل چې ډېر ځلې په سرحدي سیمو بې پېلوټه الوتکې ویني خو دا لومړی ځل و چې په یو وار څلور بې پېلوټه الوتکې ښکاره شوې او حمله یې وکړه.

دا له کله چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې ده، پر پاکستان د بې پېلوټه الوتکو څلورمه حمله ده.

One thought on “په کورمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې څو پناهځایونه بمباري شول”
  1. کور د خراب شه! په کرمه کې څه کوئ دلته ستاسې تر سترګو لاندې ګرځي ولې پدي باندي ړانده شوي یاست، دا نن يې څومره خونړي حملې کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *