تاند- د پکتیا ولایت پر امنیه قوماندانۍ د وسله والو طالبانو د نن ورځې په انتحاري او ډله ییزو حملو کې د امنیه قوماندان په شمول ۳۳ تنه پولیس وژل شوي او تر ۱۶۰ ډېر نور ټپیان دي.
احتمال شته چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات وي.
د ګردېز په روغتون کې ډاکتران وايي چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی او ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.
وسله والو طالبانو نن سهار د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ او د پولیسو پر کنډک هممهاله انتحاري بریدونه وکړل او ورپسې یې پلي کسان قوماندانۍ او د پولیسو کنډک ته ننوتل.
تر دې پخوا هم طالبانو د پکتیا ولایت پر امنیه قوماندانۍ او کنډک ورته برید کړی و خو پولیسو ته یې زیاته مرګ ژوبله نه وه اړولې.
د سږ کال په دوبي (د جون ۱۸) کې هم وسله والو طالبانو د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ او خاصې قطعې په ډله ییز انتحاري برید کې ۵ پولیس شهیدان او ۸ نور ټپیان کړل.
په دغه برید کې ۵ انتحاریانو برخه لرله.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو نن د سهار په ۹ بجې او ۴۰ دقیقې پر امنیه قوماندانۍ او د پولیسو پر روزنځای یا کنډک بریدونه پیل کړل.
د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ دا برید د شاهین قول اردو له بریده وروسته پر یوه امنیتي مرکز تر ټولو خونړی برید دی. اندېښنه ده چې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شي.
د حملې ټول قربانیان پولیس نه دی بلکې عام خلک هم وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د پېښې اکثره قربانیان هغه کسان دي چې د پاسپورت دفتر ته راغلی ول. د پاسپورت دفتر هم په همدغه ځای کې دی.
د پکتیا پوهنتون استادان وايي چې د دغه پوهنتون ۱۵ نجونې محصلانې، چې لیلیه یې قوماندانۍ ته نژدې وه، ژوبلې شوي دي.
طالبانو ویلي چې لومړی یې پر کنډک انتحاري حمله کړې او ورپسې یې د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ هم انتحاري حمله کړې ده.
د پکتیا امنیه قومنداني او د پولیسو کنډک په یو ځای کې دي.
دا دوه سری دولت د دومره توان او لافو سره نشي کولی چې په عاملینو یې ورته برید ترسره کړي. که دوی وایي چې ددې وحشییانو پټنځایونه په پاکستان کې دي او هغه بل هیواد دی نو دوی خو هم د همهغې ځای نه راځي، چې هغوی راتلی شي او هیڅ هیواد یې مخه نشي نیولی نو دوه سری دولته ستاسو پښې ماتې دي چې هلته ورپسې لاړ شئ. ښکاره مرکزونه لري او دداسې حملو شاته اکثره د وحشي او لکۍ دار حقاني کورنۍ وي، هغلته په میرانشاه کې ښکاره اوسیږي او فعالیتونه کوي نو تاسو ته هم پکار دي چې ددوی او د کورنیو سره یې ورته عمل ترسره کړئ.