کورمه

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو نن /سې شنبه/ یو وار بیا په قبایلي سیمو کې د حقاني شبکې پر مرکزونو بمباري کړې ده.

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د استخباراتي سرچینو په قول ویلي چې دا برید د کورمې ایجنسۍ خرلاچۍ سیمې ته نژدې شوی دی.

پرون هم په کورمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې د قوماندانانو پر کورونو د ۴ بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې د پاکستاني رسنیو پر اساس د دې شبکې ۲۰ غړي ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول.

پاکستاني رسنۍ وايي چې نن د امریکا بې پېلوټه الوتکو خرلاچۍ ته نژدې د کڅ خرم پر سیمه توغندي وویشتل. د توغندو له لګېدو وروسته د دې سیمې اسمان ته دوړې او لوخړې پورته شوې.

راپورونه وايي چې بې پېلوټه الوتکو لږترلږه ۲ توغندي وویشتل او پر سیمه یې تر ډېرو پورې ټیټو الوتنو ته دوام ورکړ.

تراوسه پورې د دې حملې په نتیحه کې د مرګ ژوبلو شمېر څرګند نه دی.

څو کاله وړاندې، مخکې تر دې چې د پاکستان پوځ له جنوبي وزیرستان وروسته پر شمالي وزیرستان بریدونه پیل کړي، په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د پاکستان پوځ د حقاني شبکه کورمې ایجنسۍ ته لېږدولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *