تاند- دا ماشومه په هند کې په داسې حال کې وموندل شوه چې میږي پرې راټول شوي ول خو له ښه مرغه د هغې چیغو ته د یوه لاروي ورپام شول.

زړه سواند لاروي د کثافاتو له بېرله واخیسته، میږي یې ورڅخه پاک کړل او روغتون ته یې یووړه.

هیڅوک نه پوهېږي چې د چا لور ده یا یې کورنۍ چیري اوسي خو پولیس باور لري چې دا ماشومه د دې لپاره ایسته غورځول شوې چې نجلۍ ده، نه زوی.

ډاکتران وايي چې د ماشومې روغتیايي حالت ښه نه دی. وزن یې هم ډېر لږ دی خو هیله شته چې ښه شي.

د هند په ټولنه کې ډېر کسان شته چې نجونو ته په ښه سترګه نه ګوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *