تاند- د پکتیا او غزني د سې شنبې د ورځې د تروریستي بریدونو د شهیدانو شمېر۸۰ تنو ته زیات شو.

د وروستیو راپورونو له مخې په دې بریدونو کې ۳۰۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

پرون د پکتیا د تروریستي حملو د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱ او د غزني د حملې د تلفاتو شمېر ۳۰ تنه ښودل شوی و خو نن څرګنده شوه چې په پکتیا کې ۶۰ او د غزني په اندړ ولسوالي کې ۲۰ تنه شهیدان شوي دي.

د دغو تروریستي حملو مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

افغان چارواکي وايي چې د پکتیا د حملې په تړاو یې ۵ تنه په دې تور نیولي چې ممکن په حمله کې یې له تروریستانو سره مرسته کړې وي.

د پکتیا په بریدونو کې طالبانو له چاودېدونکو موادو بار ۳ موټرونه وچاودول چې له کبله یې نه یوازې پولیس بلکې ډېرو ملکیانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

د وروستیو معلوماتو پر اساس په دې برید کې د برخوالو ترهګرو شمېر ۱۱ تنه و.

په دې برید کې ۲۳۶ تنه ژوبل شوي دي.

د پکتیا د والي ویندوی نن رسنیو ته وویل چې لومړني موټر بمي برید د امنیه قوماندانۍ لومړۍ پوسته یا د تلاشۍ دروازه په نخښه کړه. ورپسې دوه نور موټرونه د قوماندانۍ داخل ته ننوتل چې یو یې د دوهمې تلاشۍ مخته وچاودېده او له درېم موټر څخه وسله وال طالبان د امنیه قوماندان دفتر ته ننوتل؛ قوماندان او د هغه ساتونکي یې ووژل.

د پکتیا د والي ویندوی وايي چې حمله کوونکو د پولیسو یونیفورم اغوستی و او د پولیسو جعلي کارتونه یې لرل.

په دوهمه حمله کې چې د غزني په اندړ ولسوالي کې وشوه، ۱۵ پولیس او ۵ ملکیان شهیدان شوي دي.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري وايي چې په دې برید کې ۴۶ تنه نور ژوبل شوي دي.

مخکې ویل شوي و چې په اندړ ولسوالي کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۱۰ ژوبل دي.

دا حملې په تېرو ۵ میاشتو کې د افغانستان تر ټولو خونړي بریدونه ول.

د شهید ابدیاني پلار وايي د خپل زوی د ارمانونو په اړه وايي:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *