يوه ورځ مي د استاد اسد الله غضنفر څراغ نومی کتاب لوستی. ده د خدای مخلوقات تر سرلیک لاندي په يوه مضمون کي یادونه کړې چي په کلیوالو سيمو کي سپي په ځورونکو ډولونو وژل کېږي. دې مضمون ما ته د خپل ماشومتوب هغه خاطره را په زړه کړه چي د طالبانو د حکومت مهال مو په کلي يوه ورځ ټکنده غرمه له لسګونو نورو هلکانو سره يو زوړ سپی په توت وځړاوه.

زما ښه په یاد دي چي د خدای داد په نوم يوه مټور هلک د خپل کور زوړ سپی په غيږ کي را خیستی وو. همدغه هلک لومړی موږ ته پر میدان وویل چي راځئ نن زه خپل سپی اعداموم. موږ د کلي لوی او واړه لسګونه هلکان په خوښي ور سره ولاړو او په ډېره بې رحمي مو يو زوړ سپی د یوې رسۍ په وسیله په توت وځړاوه.

په پيل کي هغه سپي ډېري کوکې وکړې خو په لنډ وخت کي ارام او بیا مړ سو. زموږ د یوه په ذهن کي لا دا نه را ګرزېده چي دا مو ظلم وکړ. د خدای د مخلوق دا ډول وژنه او ځورونه موږ ته چار روا کړې؟ ولي د حیواناتو د زورونې پر ځای له هغو سره سم چلند ونه کړو او د کړونې پر ځای ولي زړسوی پر ونه کړو؟

د کلي ملا، ملک او هر بل مشر به ستا په پيکي، کالو، بوټونو، جامو، پټو، لنګوټه او بله هره شخصي چاره کار لري، اما دې ته يې ملا ماته وي چي خپلو کشرانو ته سمې اخلاقي لارښوونې وکړي. له انسانانو سره ښه چلند او پر حیواناتو زړسوی هلته ډېر کم ماشومان پېژني.

زما دا هم په یاد دي چي کلي ته راغلي بنجارهګان خواران به مو زورول. له کاریز څخه به د کوچیانو مېرمنو اوبه وړې، زموږ د کلي هلکانو به يې ژي په چاقو ورته څيرل. د یوې بوډۍ کوچۍ چيغي مي تر اوسه په غوږو کي دي چي د صدیق الله په نوم یوه هلک يې ژی څېرې کړ او هغې له بې وسۍ ورته ژړل.

په دې اړه مي یوه ورځ هم ولاکه د کلي له ملا اورېدلي چي دا ناروا او غیرانساني کار مه کوئ. په کلي کي په پر بې وزلو سپينږيرو خندل، ګپې پر کول او یوځل يې ږغول او بیا يې خبرو ته غوږ نه نیول ورځنۍ چاره ده. ان دا کار لومړی د مسجد طالبانو کاوه. زموږ د کلي دوه مسکين بوډاګان مي په یاد دي چي د ملا حکمت الله په نوم يوه طالب ماخستن تر لمانځه مخکي ږغول او د هغو پر خبرو يې خندل. لومړی يې د محمد قادر په نوم يو بوډا را ولاړ کړ. هغه ډېر لنډ سړی وو او خورا جالب تګ يې کاوه. حکمت الله د پسخند له مخې د هغه په شان ور سره روان وو او بیا به يې تر شا موږ ته را وکتل او خندل يې. وروسته يې د خبرو مهال په محمد رحیم اکا هم ښه ډېري ډرۍ ووهلې.

د کلي هر هلک حتا په ماشومتوب کي همدا د کلي ملا او ملک به لا هم د مرغیو ځالې کښلې وي. موږ ته مو ان پلار هم نه دي ویلي چي مرغۍ مه ازاروئ په داسي حال کي چي زموږ پلار د مخلوق له زورنې خورا ډارېدی.

زموږ د کور مخته مو ګاونډي دروازه وه. يو ډنګری سپی يې در لود چي موږ به هره ورځ په ډبرو ویشتی. د طالبانو د حکومت مهال د سپو جنګول منعه وو. زموږ د کلي ځوانانو بیا هم سپي جنګول. ځکه خلګو خورانو ته د کلي ملا، ملک او مشرانو د ساتېري شیان نه ور ایله کول. پوټبال يې د حضرت حسین علیه السلام سر بالی. والي بال يې د کوم نبي سره بلی. کرکيټ هغه مال رواج نه وو. میله يې نه ور ایله کوله. زما د خور واده وو. په کلي کي مو ور کړې وه. ماښام يې د تالۍ او دريې يو میله جوړه کړې وه. د مسجد زیره خواره طالبان له ډبیانو سره ورغلي وو او مرګ ته يې وهلي ول. هیچا هیڅ هم ورته ونه ویل ځکه حکومت يې وو او د چا زور نه ور سره رسېدی.

کلیوالي سيمې مو خورا له اخلاقي زوال سره مخ دي. که د علم روڼا هلته ور ونه رسېږي، نو د یوویشتمې پېړۍ په دې پرمختللي دور کي به لا هم داسي انسانان ژوند کوي چي په اخلاقي لحاظ به د منځنيو پېړیو له خلګو سره د پرتلې وړ وي.

۲۰۱۷/جولای/۲۱

2 thoughts on “د سپي اعدام | زبیر افغان”
  1. ښکلې لیکنه ده، هیله ده چې لږ تر لږه خپلو کشرانو ته لارښوونه وکړئ چې داسې کارونه ونه کړي چې نور پرې زورېږي.

  2. ښه لیکنه وه ، خو په اخیر کې د دا یوې جملې په مطلب سم پوه نسوم چې

    (په اخلاقي لحاظ به د منځنيو پېړیو له خلګو سره د پرتلې وړ وي)

    دا منځنۍ پیړۍ کمي ښیی او د هغوی اخلاق څنګه وو ؟ که په دې باره کې لږ تشریح راته وکړي مننه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *