تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، که د پاکستان پوځ امریکايي- کاناډايي جوړه له وسله والو طالبانو ژغورلې نه وای، د امریکا کومانډو ځواک بشپړ تیار و چې د پاکستان په خاوره کې هماغسي عملیات وکړي چې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره یې وکړل.
د نیویارک ټایمز له راپور سره سم، تېره میاشت د سي آی اې یوه بې پېلوټه الوتکه د پاکستان د شمال لوېدیځ پر یوه لېري پرته سیمه راڅرخېده، چې یوه ځوانه ښځه او درې ماشومان یې د سختدریځو په کمپ کې ولیدل.
په استخباراتي شننو کې وویل شول چې دا ښځه او ماشومان هغه امریکايي – کاناډايي جوړه ده چې ۵ کاله پخوا په افغانستان کې تښتول شوې وه.
د ورځپاڼې له راپور سره سم دا سیمه تر څارنې لاندې وه او د امریکا (Navy’s SEAL Team 6) کومانډو ځواک ته وویل شول چې دا کورنۍ وژغوري. دا کومانډو ځواک حملې ته تیار شو او ټاکل شوې وه چې برید له هغه ځایه لږ لېري وشي چې د دې جوړې څرک پکې لګېدلی و.
خو د پاکستان په خاوره کې دا له خطره سره مله عملیات د دې لپاره وځنډول شول چې د امریکا په حکومت کې ځیني کسان باوري نه ول چې ایا دا کسان به هغه وي چې بې پېلوټه الوتکو یې څرک لګولی و. ځینو نورو چارواکو وویل چې سیمه ډېره غرنۍ ده او د سپوږمۍ شپې دي؛ یعني شپې ډېرې رڼې وي چې دا د هوايي ځواک د عملیاتو لپاره مناسبې نه دي.
جګپوړو امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د دغو اندېښنو په منځ کې عملیات وځنډول شول او څو ورځې وروسته، سي آی اې ولیدل چې طالبان دا کورنۍ د پاکستان په قبایلي سیمه کې له کمپه باسي.
په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیوید هېل د پاکستان حکومت ته یو بیړنی پیغام ولېږه، ورته ویې ویل«دا مسله حل کړي، او کنې امریکا به یې په خپله چاره وکړي.»
د نیویارک ټایمز دا راپور د طالبانو او پاکستانیانو هغه ادعاوې ردوي چې ویلي یې و، طالبانو دا کورنۍ په افغانستان کې ساتلې وه او کله چې یې پاکستان ته ورسوله، نو پاکستاني پوځ پرې حمله وکړه.
نیویارک ټایمز ته امریکايي چارواکو ویلي چې د دې کورنۍ د خلاصون لپاره هغه مهال د امریکا په امر پاکستاني پوځ اقدام وکړ چې طالبانو هغه له قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا ایالت د کواټ ښار ته بېوله.
ورځپاڼه وايي، که پاکستان اقدام نه وای کړی او د امریکا کومانډو ځواکونو دا کورنۍ خوشي کړې وای، دا به د پاکستان لپاره په ۲۰۱۱ م کال کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له رسوايۍ وروسته یو بل شرم و.
امریکايي چارواکي وايي چې د پاکستان پوځ د دوی له امره څو ساعته وروسته اقدام وکړ چې په نتیجه کې یې امریکايي – کاناډايي ښځه او خاوند او درې ماشومان یې خوشي شول.
سي آی اې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د ولسمشر ټرمپ د ادارې چارواکو بې له دې چې د موضوع په حقیقت څه ووايي، ظاهراً پاکستان وستایه.
ولسمشر ټرمپ په خپله وویل«دا له پاکستان سره زموږ د اړیکو لور ته یو مثبت ګام و.»
څرګنده نه ده چې د حقاني شبکې ولې په کورمه ایجنسۍ کې له خپل کمپه دا کورنۍ لېږدوله. خو د اکتوبر په یوولسمه، کله چې دوی دا کورنۍ د کواټ ښار لور ته روانه کړه، د امریکا استخباراتي مامورینو اندېښنه ښکاره کړه چې د دې کورنۍ د ژغورلو لپاره فرصت له لاسه ورکوي.