تاند- د کندهار په میوند ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه مرکز د برید د شهیدانو شمېر نژدې ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
دفاع وزارت نن وویل چې په دې برید کې، چې تېره شپه په میوند ولسوالي کې د چشمو پر کمپ وشو، ۶۰ تنه سرتېري مېشت ول چې یوازې ۹ یې ټپیان دي او دوه یو مخ روغ پاتې شوي دي.
راپورونه وايي چې طالبانو له خپل همېشني تاکتیک څخه کار واخیست یعني د کمپ په خوله کې یې لومړی موټر بمي چاودنه وکړه او ۱۰ نور وسله وال یې کمپ ته ننوتل.
طالبانو ویلي چې د ملي اردو ۶۰ سرتېري یې وژلي دي.
د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري وايي چې د اردو په کمپ کې هیڅ شی پاتې نه دي، هر څه چې ږسله والو یاغیانو ته په لاس ورغلي هغه یې سوځولي دي.
دا په ۲۴ ساعتونو کې درېمه لویه حمله ده چې د دولت وسله وال مخالفان یې پر امنیتي ځواکونو کوي. په دغو حملو کې ۱۲۰ تنه ملکیان او نظامیان شهیدان شوي دي.
د کندهار په میوند ولسوالي کې انتحاري بریدونو ۴۰ تنه وژلي
تاند- راپورونه وايي چې د کندهار په میوند ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه اډه د وسله والو یاغیانو په برید کې لږترلږه ۴۰ تنه شهیدان شوي دي.
لومړني راپورونه وايي چې دا حمله د دوو هاموې پوځي ګاډو په وسیله شوې ده.
د افغانستان دفاع وزارت حمله تایید کړې خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې لا څه نه دي ویلي.
دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري ویلي چې دا برید تېره شپه ناوخته شوی دی.
په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې وویل چې ممکن د تلفاتو شمېر تر دې زیات وي. سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط دا هم وویل چې په دې برید کې ۲۵ تنه نور ژوبل شوي دي.
دا په روانه اوونۍ کې درېمه لویه او خونړۍ حمله ده چې د دولت وسله وال مخالفان یې پر افغان امنیتي ځواکونو کوي.
د دوشنبې په ورځ د پکتیا د مرکز ګردېز په حملو کې، چې له ورته تاکتیک څخه پکې کار واخیستل شو، ۶۰ تنه ملکیان او پولیس شهیدان شول. د پکتیا تر حملې څو ساعته وړاندې د غزني د اندړ ولسوالي په حمله کې ۱۵ پولیس او ۵ ملکیان شهیدان شول.
د ګردېز او اندړ په بریدونو کې ۳۰۰ نور ژوبل شول.
د ټالیب او د دغه حملې غندل هسې ځان تیرایستل دي. دې حملې ته باید له سیاسي او اخلاقي او… زاویې ونه کتل شي بلکه له پوځي او استخباراتي پلوه وڅیړل شي.
که دغه او هغه د پکتیا حمله هم و نه شي کولای په حکومت کې پاکو چارواکو(که موجود وي) ته ټکان او د عبرت درس ورکړي او د زغرده زیربنایي پوځي امنیتي بدلونونو پیلامه وګرځي، نو بیا د هر افغان پوځي دا مشروع حق دی چې خپل ټوپک میل له ټالیب مخکې خپل خاین بلوک مشر نه نیولې تر دفاع وزیر پورې واړوي او یوه مرمۍ هم په شاجور کې پرې نږدي
د حیرانتیا خبره ده پدې دوو ورځو کې دا دریمه خونړۍ پيښه ده چې زمونږ په هیواد مین ملي ځواکونهپکې شهیدان کیږي. بیا به زمونږ تش په نوم دولت پاکستان ته او عام خلک امریکا او پاکستان دواړو ته ګوته نیسي. پدې کې شک نشته چې طالبان د پاکستانه راځي او زمونږ ګوتنیونه جایز ده، خو باید خپلې نیمګړتیاو ې هم ومنو. که دا امکان لري چې طالبان د پاکستلن نه په پوله راوړي او په افغانستان کې حملې کوي نو ولې دا امکان نلري چې زمونږ ځواکونه په پوله واوړي او هلته حملې تر سره کړي. که پاکستلن نړیوال قوانین د پښو لاندې کوي او طالبان په پټه یا ښکاره رالیږي مونږ ورته عمل نشو کولی. اصل خبره داده چې زمونږ دولت حقیقت نلري، دا یواځې د فیسبوک او میډيا دولت دی نور هیڅ نه.
i am sorry/any bad news about soulders/police hurt me too much/
yesterday and today this news is more painful.
afghan intelligent service must have more agent in the area/
checkpoints must be active and public must honestly help with government organization/
IF PEOPLES DO NOT HELP, GENERALLY WILL BRING MORE DIFFICULTY
FOR US/ IF TALIBS GET POWER,THIS MEAN PAKISTAN AND TERORISM
COME IN POWER.
WE 10 YEARS DID JIHAAD AGAINST RUSSIA,
HAMIDAK KRAZY WANT AGAIN
TO BRING RUSSA TO THE COUNTRY,SOME DELIGATE INSIDE DO SABOTAGE AGAINST GOVERNMENT/BUT WE HAVE TO STRONGLY SUPPORT OUR ARMY/POLICE AND GOV,THANK YOU
ALWAYS BE OUR NATIONAL ARMY AND POLICE
ټوله ګناه په دې دوه سري حکومت کې ده۰ تر هغه وخته چې دغه کثیف، مفت خواره اود پردیواجنټان د حکومت په څوکیوناست وي لکه د بلخ چوکیدارنوکړاونه به ئې ملي اردواوخوارولس ګالي۰
ولسمراشرف غني په یوازیتوب کوم سر راونیسي، ګردچاپیره ئې غله راټول دي چې په خپلو کې لکه لیوني سپي نښتي وي۰
بل یو غیرتي تورن هغه دی چې دښمن ته په رڼا ورځ مخامخ نیغ ولاړاوجنګیږي، هغه ته موږننګیالئ، توریالئ، جنګیالئ او مجاهد نشو ویلای چې په شپه په ویده او یا په روغتون کې په ناروغه چاپه واچوه او په یوه ګړي کې ۳۰۰- ۴۰۰ ماشومان یتیم کړي۰ هرچا چې دا کار کړئ، ترهغې ټیټ، ناپوه، نامسلمانه، نا انسانه اومنافق په هیڅ کتاب کې نشته۰
تل دې وي افغانستان، پیاوړې دې وي زمونږملي اردو او مړه دې وي د افغان ولس دښمن۰