تاند- راپورونه وايي چې د کندهار په میوند ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه اډه د وسله والو یاغیانو په برید کې لږترلږه ۴۰ تنه شهیدان شوي دي.
لومړني راپورونه وايي چې دا حمله د دوو هاموې پوځي ګاډو په وسیله شوې ده.
تاند- د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په یوه مرکز کې دوه امریکايان د یوه حمله کوونکي له لوري ووژل شول.
تراوسه پورې د حمله کوونکي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو لومړني راپورونه وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و.
ویل شوي چې په دې برید کې، چې پرون /چهارشنبه/ کابل ته نژدې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په یوه مرکز کې وشو، درې نور امریکايي روزونکي ژوبل شوي دي.
په وژل شویو کې یو پوځي او بل ملکي ښودل شوی او په ټپیانو کې دوه ملکیان او یو پوځي دی.
په افغانستان کې د امریکا پوځ ویلي چې ټپیان او وژل شوي امریکایان د ناټو د روزنیز ماموریت غړي ول چې افغان امنیتي ځواکونه روزي او مشورې ورکوي.
ناټو ویلي چې د حملې په اړه تحقیقات کوي.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په تېرو کلونو کې په ځلونو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دولت وسله والو مخالفو نفوذ کوونکو دا ډول بریدونه کړي دي.