یو ټوک هغه تاریخي کتاب چې څه موده وړاندې د میدان وردګ ولایت امنیتي مسوولینو ترلاسه کړ، نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني او ځینې فرهنګي مسوولینو په حضور کې ملي موزیم ته وسپارل شو.
په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د هېواد ولسمشر د هغو امنیتي ځواکونو مننه او قدرداني وکړه چې بهر ته یې د دې تاریخي اثر د قاچاق مخنیوی وکړ.
ولسمشر دغه ترلاسه شوی تاریخي کتاب په یوه فرد پورې تړلې نسخه وبلله او وې ویل: څېړونکي کولای شي له دې اثر څخه ګټه واخلي او معلوماتي اړخونه یې خلکو ته بیان کړي. هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کورنیو او بهرنیو لرغون پېژوندونکو ګډه کمېټه جوړه کړي چې په دقیق ډول د دغه لرغوني اثر په اړه څېړنه وکړي.
همدارنګه ولسمشر د هېواد د تاریخي اثارو د ساتنې او له هغې څخه د استفادې په خاطر د یوې اصولنامې او مقررې په جوړېدو ټینګار وکړ.
ولسمشر غني د افغانستان تاریخي هویت او د لرغونو اثارو ارزښت ته په اشارې وویل: ټول لرغوني اثار باید لېست او په ځانګړي ځای کې خوندي او نندارې ته وړاندې شي.
ولسمشر څرګنده کړه، افغانستان عظیم لرغونی فرهنګ لري او دا هېواد د تاریخ په اوږدو کې د فرهنګونو د اتصال نقطه وه. هغه زیاته کړه، زموږ تېر زموږ راتلونکی جوړوي او د تېر په درک کولو سره به روښانه راتلونکی ولرو.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه، په هېواد کې د سرتاسري ثبات او سوکالۍ په راتګ سره به زموږ تاریخي میراثونه د راتلونکي نسل لپاره د عوایدو مهمه سرچینه وي.
په دې مراسمو کې د ملي موزیم رئیس محمدفهیم رحیمي په خپلو خبرو کې د افغانستان فرهنګي میراثونو ته د هېواد د جمهوررئیس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه وې ویل، تېر کال موږ د تاریخي اثارو د کشف په برخه کې د ښو لاسته راوړنو شاهدان وو.
نوموړي ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د ځانګړې مقررې په اساس به د تاریخي اثارو د ساتلو او استفادې په خاطرجدي اقدام وکړي.