تاند- د جامو مینځلو له ماشینونو ډېر خلک دا شکایت لري چې ږغ یې لوړ وي او خوځي.

خو اوس یوه کمپنۍ وايي چې د دې دواړو ستونزو چاره یې کړې ده.

ایل جي کمپنۍ وايي چې په نویو ماشینونو کې یې له سنتم () تکنالوژۍ کار اخیستی دی چې د کالو مینځلو ماشینونو د کار کیفیت لوړوي او په عین حال کې نه لوړ ږغ لري او نه ډېر خوځېږي.

په دې نوي سیستم کې کمپرېسر او پایپونه په داسې ډول جوړ شوي چې له کبله یې ماشین زیات شور نه کوي.

دا ماشین په عین حال کې دا امکان لري چې دوه جوړه کالي پکې په یو وخت جلا ومینځل شي. دا اسانتیا د ماشین کاروونکي ته موقع ورکوي چې د ټولو کالو مینځلو ته اوږد انتظار ونه باسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *