د 1381 کال د غويي د مياشتې په اتلسمه نيټه مې عربۍ جامې په تن کړې، غوښتل مې د اسلام ستر او با وقاره عالم شيخ محمد صالح پردل سره وګورم، شيخ زموږ د محلې نه لږ بر د بحر پر غاړه د (سرو) په نامه، چې د بندرعباس ښکلې سيمه ده، اوسيده. زه لا دشيخ کورته نه وم رسيدلې چې يوې افغانۍ خور ودرولم او د مرستې غوښتنه يې رانه وکړه، ما هم مايوسه نه کړه، د خپل وس مطابق مرسته مې ورسره وکړه، خو په همدومره لږ فرصت کې ښځې خپله ټوله کيسه راته وکړه، چې خاوند يې په مخدره توکو روږدى شوى او بيا ترې ورک شوى. 

د ښځې په څنګ کې يو لاس ماتى ګلالى ماشوم ولاړ و، له ښځې مې وپوښتل چې دا ماشوم دې څه کيږي، ښځې وويل زوى مې دى دوې هفتې کيږي لاس يې مات شوى، څو ځلې مې روغتون ته وروست خو د روغتون مسولينو رانه د يو ميلون ايراني تومانو د ايډوانس غوښتنه وکړه، زه چې د خوراک ډوډۍ نه لرم، نو يو ميلون تومان به له کومه کړم؟

ماشوم مې خواته رانږدې کړ، د مات لاس ګوتې يې شنې اوښتې وې، او په غاړه يې، يو ډير قيمتي، د زمرد غمى، چې په سپينو زروکې، په ډير مهارت او ظرافت نصب شوى وو، ټالۍ وهلې.

ښځې ته مې وويل چې دا غمى خو ډير روښان او ښکلى غمى دى خو ستا زوى هم له دې غمي نه کم نه دى.

ښځې وويل داسې غمي په افغانستان کې ډير دي که ستا خوښ شوى وي نو زه يې تاته درکوم. ما ترې انکار وکړ خو د ښځې ټينګار دې حد ته ورسيد چې غمى يې زما په لور راګوذار کړ، زه هم مجبوره شوم غمى مې ترې واخيست، خو دا شرط  پرې کيښود، چې د کور پته به دې حتما راکوې. ښځې راسره ومنله چې سمه ده دلته يو دوکاندار ما پيژني، تاسو که هروخت وغواړئ، د دغه دکاندار په مرسته ما پيدا کولى شئ، له لږ پياده مزل وروسته دوکان ته ورسيدو دوکاندار په ورين تندي د همکارۍ ژمنه راسره وکړه، ښځه او ماشوم مې رخصت کړه زه هم د شيخ له ليدلو منصرف شوم، او د مريدي په لور ورغلم، مريدي د يو ساختماني شرکت ريس و چې دنوموړي شرکت د برېښنا تعميراتي چارې ما پر مخ بيولې مريدي د ډير عالي کرکټر خاوند او په حميده اخلاقو سمبال انسان و، دفتر ته ورغلم غمی مې د ميز پر سر مخکې ورته کيښود، د ښځې او ماشوم کيسه مې ورته وکړه، د غمي په هکله مې هم لږ معلومات ورکړه، چې دا کوم عادي غمى نه دى ممکن ډير اوچت قيمت ولري، مريدي غمى راوچت کړ په ځير ځير يې ورته وکتل په شونډو يې مسکا راخپره شوه راته يې وويل(اغا پرديس خيالاتي شدي اينجورى چيزها همه وهمه غلابي اند)

ما وويل زه فکر نه کوم چې غلابي وي خير دى يو ځل يې يو مسلکي کس ته وښايه، مريدي وويل سمه ده، تليفون يې راواخيست له چاسره يې اړيکه ونيوله د غمي موضوع يې ور ياده کړه، مقابل لوري ورته وويل راشه له نيږدې به پرې وغږېږو، مريدي غمى واخيست ډير اسرار يې وکړ چې تاسو هم راسره لاړ شئ، خو ما انکار وکړ، مريدي لاړ ، څو ساعته وروسته راستون شو، په قهريدلې لهجه يې وويل: « از اول ګفتم غلابي است اما شما قبول نه کرديد همه سرم خنديدند »٬ ما څه ونه ويل. له لږې چوپتيا وروسته. مريدي مې لاسونه په خپلو منګولو کې کلک ونيول ويې ويل: « باعث افتخارم شدې اغا پرديس نګين غلابې نبود اصلي بود »٬ « دوستانم ميخواهد شما را ببينند، » « بايد بريم »، زړه نازړه د مريدي سره روان شوم، له لږ ځنډ وروسته خپل مطلوب ځاى ته ورسيدو، د مريدي ملګري چې ډير يې دولتي مامورين و، زموږ هرکلى وکړ، له روغبړ او پيژندګلوۍ وروسته د صالحي په نامه يو تن چې په بندر عباس کې د طبيعي زيرمو مسٶل و، پوښتنه وکړه (اغا پرديس شما چی جوری اين ګوهر ناياب را شناسايي کرديد؟)

ما هم ورته وويل چې دا ډول غمي افغانستان کې ډير دي، ټولو وخندل، له لږ ځنډ وروسته، دې پايلې ته ورسيدل چې غمى په رسمي ډول له ما واخلي، ما هم اختيار مريدي ته ورکړ ، صالحي وويل چې موږ کولى شو دا غمى مصادره کړو، او تاسو د قاچاقو په جرم زندان ته ولېږو، خو موږ دا کار نه کوو، مريدي زموږ د ټولو پوښتنو ځواب راکړى، څلور ورځې منځ کې تيرې شوي، د ورځې 11 بجې وې زه په کار مشغول وم چې د مريدي غږ مې واوريد.ورغلم روغبړ مو وکړ، مريدي په غيږ کې کلک کړم، ما ورته وويل جامې دې خرابيږي مه کوه، خو مريدي زما ټپي لاسونه په سترګو ومښل، _دوستانو څوک چې په دوامداره توګه د بريښنا تعميراتي کارونه کوي، لاسونه يې حتما صدمه ويني چې زما لاسونه هم د ډير کار له وجې ټپي شوي وه په هر حال_ مريدي هغه سندونه راوښودل چې د غمي قيمت پکې څلور ديرش ميلونه څلور لکه څلور څلويښت زره څلور سوه څو ايراني تومانه ليکل شوى وو ، هغه زمان له يو ميلون ايراني تومانو اتيا زره پاکستانۍ کالدارې جوړيدې، يادې پيسې د مريدي په اکاونټ کې جمع شوې وې.

مريدي ډير خوشحاله وو، خو زما له سترګو بې اختياره د حرمان او خفګان اوښکې د ټټر په لور رهي شوې، مريدي داسې فکر کاوه چې زه له ډيرې خوشحالۍ نه اوښکې تويوم، خو کله مې چې له خولې دا جملې ووتې (ما کسانى استيم که در جام طلا ګدايي ميکنيم) دست طفلک بيچاره نزديک است قطعه ګردد اما نميداند که صد چند پول درمانش در ګردن اويزان است، مادر بيچاره به خاطر يک لقمه نان دست به دامان مردم ميزند، اما سرمايه تمام عمرش را به ديګران ميبخشد، موږ افغانان له معدنونو غني ښکلى هيواد لرو خو عقل نه لرو، چې خپل معدنونه په فني ډول استخراج کړو، ما لا خپلې خبرې نه وې خلاصې کړې چې مريدي راته وويل (بس است اغا پرديس حالت زار شد چې برنامه داري)

ما وويل حق به حقدار ته وسپارو، مريدي وويل زه اماده يم، راځه چې بانک ته لاړ شو، مريدي له بانک نه د څلور ميلونو سفرچکونو او څلورلکه څلويښت زره ماتې پيسې راواخيستې، د کوم ملک پيسې چې تورم يعنې پړسوب وکړي بيا دولت مکلف دى چې د خپل ملت د سهولت لپاره سفر چکونه بازار ته راوباسي، چې د ايران دولت هم له دې ستونزې سره لاس او ګريوان دى، په هر حال خپلې اصلي موضوع ته راګرځم، د دوکاندار په مرسته مې ښځه پيداکړه، پيسې مو ورکړې مريدي ټوله پروسه ورته تشريح کړه، اسنادونه يې ور وسپارل، څو څو ځلې يې داخبره ورياده کړه، چې د تاسو ديرش ميلونه باقيمانده پيسې زما په اکاونټ کې امانت پرتې دي هر وخت چې وغواړې خپلې پيسې ترلاسه کولى شې ښځه ډيره خوشحاله شوه، مريدي د خپل کور او دفتر ادرسونه هم ورکړه، څو ورځې منځ کې تېرې شوې، ما خپل کار پرې ايښى و مريدي مې پوښتنې ته راغى. په کوټه کې زما ليکنې پرتې وې غوښتل مې د مريدي له سترګو يې پنا کړم. خو مريدي وليدلې تقريبا نيم ساعت راسر کيناست هغه څه چې ما په ماته ګوډه فارسي ژبه ليکلي وه له سترګو يې تېر کړه، کاغذونه يې جيب کې واچول، دومره يې وويل چې ښځې ته مې ټولې پيسې ورسولې زه اوس ځم خو ته به هم خپل کارته راځې. زه هم په مات او ملال زړه د کار په لور لاړم.

دوه ورځې وروسته زما ليکنه ( ګدايګر در جام طلا ) تر عنوان لاندې د شرق ورځپاڼه کې چاپ شوه چې ډيرو خلکو خوښه کړه او ما ته يې په معنوي ډګر کې ډير وياړ راوبخښه،

1381/2/28 عرفات پرديس بندر عباس ايران

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *