د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د دشت برچي د سیمې په امام زمان جومات کې د نن ماښام د لمانځه په مهال په انتحاري حمله کې ۳۹ تنه شهیدان شوي او ۴۵ نور ژوبل دي.
دا وزارت د غور د دولینه ولسوالي د جومات د انتحاري حملې د قربانیانو شمېر ۲۰ تنه ښيي.
د افغانستان د اجرايي ریاست ویندوی جاودید فیصل ویلي چې په دواړو حملو کې ۵۹ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ژوبل دي.
تراوسه پورې تروریستي ډلو د دغو حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو ګومان کېږي چې د کابل برید به د داعش ترهګرې ډلې کړی وي. که څه هم په غور کې هم داعش څه نا څه فعال دی خو امنیتي چارواکي فکر کوي چې دا برید طالبانو کړی دی.
طالبان او داعش د اسلام او دین په نامه جنګېږي خو په ځلونو یې جوماتونه په وینو لمبولي دي.
په کابل او غور کې دوو انتحاري حملو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
تاند- د کابل د دشت برچي د شیعه ګانو په امام زمان جومات کې دننه انتحاري حمله شوې ده.
تراوسه پورې پولیسو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي او د تلفاتو په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې له امام زمان جومات څخه لږترلږه د ۳۰ تنو مړي ایستل شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې لږترلږه ۳۰ تنه مړه شوي دي.
له بلې خوا په غور کې د چاودنې په نتیجه کې د ۳۰ تنو د وژل کېدو ادعا کېږي.
د غور امیتي د پولیسو ویندوی اقبال نظامي وايي چې دا برید د دو لینه ولسوالي په یوه جومات کې شوې دی.
نظامي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د غور ولایت د دولینه ولسوالي په یوه جومات کې چاودنې لږترلږه ۲۰ تنه وژلي دي.
د بلخ والي عطا محمد نور ویلي چې د غور د حملې هدف د جمعیت ګوند یو مشر و چې د ده په وینا ۳۰ تنه ووژل شول.
د غور د دولینه ولسوال احمد حسین دانشیار بیا ویلي چې د حملې هدف، چې د دولینې ولسوالۍ د خواجه ګان په جومات کې وشوه، د حکومت یو سیمه ییز پلوی قوماندان فضل احد و.
له دغو وژنو سره د تروریستانو له لوري په تېرو درو ورځو کې په پکتیا، غزني، کندهار، غور او کابل کې د وژل شویو افغانانو شمېر نژدې ۲۰۰ تنو ته رسېږي.
تراوسه کومې تروریستي ډلې د دغو حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو پر شیعه ګانو ظالبان برید نه کوي او داعش عموماً پر شیعه ګانو حملې کوي.
په کابل کې تر دې وړاندې هم داعش د امام زمان په نوم د خیرخانې او دشت برچې په جوماتونو بریدونه کړي ول.