له کله راهیسې چی پر پاکستان د امریکا له لورې نیوکې زیاتې شوي او د ترهګرۍ ملاتړې هیواد بلل شوی ددغه هیواد دولتي لوړ رتبه اشخاص له هغه راهیسې هڅه کوي تر څو ځان نړی ته سپین وښایي.
او له ټول چال چلنده استفاده کوي څو امریکا ته ځان نږدې کړي او دا ورته ثابته کړي چی دوی د امریکا خواخوږي دی نه د امریکا د ګټو خلاف خلک، دوي ددې لپاره چی امریکا ته وښايي تر څو دوي ورسره مرسته کوي هغه کاناډايي -امریکايي کورنۍ چی پنځه کاله پخوا په افغانستان کی یرغمل شوی وه تیره اونۍ یې ټوله کورنۍ کاتلین کولمن او خاوند یې جوشوا بویل سره له ماشومانو امریکا ته وسپارله.
د پاکستان په اند دوي یې هغه وخت ترلاسه کړي چی له افغانستان څخه پاکستان ته انتقال کیدل.
پاکستان ګومان کاوه چی ددې سره به یې امریکا کړنې وستایې او بیرته به پخوانی باور ترلاسه کړي خو هغسې ونه شول همدغه پېښه د نوموړي هیواد لپاره مرسته نه، بلکې ستونزه جوړه شوه.
تازه د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې مشر مایک پامپیو ویلي، هغه کاناډايي -امریکايي کورنۍ چې تېره اوونۍ په قبایلي سیمه کې د طالبانو له یرغمل خوشې شوه پنځه کاله په پاکستان کې ساتل شوې وه.
دلته ډیر څه لا روښانه کیدای شي یو خو دا چی ددې په ځای چی ځان امریکا ته خواخوږی هیواد معرفي کړي دوي ځان دوه مخی وښوده
او ددې سره دا امکان هم لري چی پر پاکستان نور فشار هم راوستل شي
او د امریکا استخباراتي ادارې CIA په تکرار سره ویلي د وسلوالو پټنځایونه د پاکستان په قبایلي سیمو کی دي.
بله دا چی هر وخت به یې دا خبره ردوله چی دوي په افغانستان کی هیڅ ډول ترهګریزه مداخله نه کوي خو اوس دا ثابته شوه چی امریکایي کورنۍ په افغانستان کی نیول کیږي او بیا په پاکستان کی پنځه کاله ساتل کیږي نو دا ددې ښکارندوي کوي چی پاکستان پخوا هم دروغ ویل او اوس هم په افغانستان هر ډول ترهګریزه مداخله کوي.
پاکستان، افغانستان بدنام کول غوښتل خو پخپله په خپل پلان کی بدنام او نړې ته یې دوه مخي څرګنده شوه.