مسلمانو مورخینو د اصحابو د زمانې يوه ډله د خوارجو په نوم یاده کړې. د خوارجو په اړه خورا ډېر څه لیکل سوي. د هغې زمانې علماؤ يې کلکه مقابله وکړه او د دوئ په مقابل کي يې د خپل وخت د نظام ملاتړ وکړ او په فکري او نظامي ډګر کي يې مات کړل.
له خوارجو سره د عبد الله بن عباس غوندي ستر مفسر او صحابي مناظره خورا مشهوره ده. د ابن عباس مناظره عبد الرزاق په مصنف، حاکم په مستدرک، نسايي په سنن الکبری او نوور محدثینو خپل کتابونو کي په صحیح اسنادو نقل کړې. د ابن عباس دې مناظرې ثابته کړې چي د خوارجو علم کم او ادعاوي يې خورا سترې وې. هو بهو لکه د نن زمانې افراطیان چي خپل لمنځونه يې هم سم نه دي زده اما پر نړۍ د خلافت او امارت خوبونه ويني.
خوارج د خارج جمعه ده. د دې نومونې دوه لامله کېدای سي. یو دا چي دوئ ځانو ته غوره کړی دی، له دې امله چي ځانونه يې د الهي دين د خدمت لپاره را ایستلي وو، نو خارجي هم د را وتلي مانا ور کوي. یا دا چي نورو مسلمانانو هغوئ خوارج یاد کړي، لامل يې واضح دی چي د مسلمانانو له جماعت څخه يې ځانونه ګوښه کړي او پر امیر يې جنګ اعلان کړی وو.
محدثینو د خوارجو يوه ډله او له بل قول سره سم ټول خوارج د حروریه په نوم هم یاد کړي. لامل يې دا دی چي کوفې ته نژدې يې د حروراء په ځای کي د علي رض خلاف لومړۍ غونډه کړې.
په تاریخونو کي نور نومونه هم ور کول سوي. یو نوم يې الشُراة دی. ځکه دوئ به ویل: شَرَینَا انفسنا في طاعة الله. یاني ځانونه مو د خدای په لار کي خرڅ کړي. یو بل نوم يې المحکّمة دی. ځکه دوئ د تحکیم له پريکړي انکار کړی وو. بل نوم يې المارقه راوړل سوی. دا نوم يې د هغه حدیث له امله ور کول سوی چي د همدې ډلې په صفاتو کي ذکر سوی چي ( یمرقون من الدین کما یمرق السهم من الرمیة) بل نوم يې نواصب دی. مورخین وايي چي خپل مخالفین ډېر په نښه کول او د تکفیر ټاپې يې پر لګولې. هېره دي نه وي چي علي، عثمان او معاویه غوندي اصحاب يې هم د مرتدینو په ډله کي درولي وو.
په احادیثو کي يې خورا ډېر صفات ذکر سوي. لکه سرونه خریل، اوږده لمنځونه کول، له پوهاوي پرته قران ویل، د مشرکینو او کافرانو ایاتونه پر مومنانو او مسلمانانو ور پيټول او ځيني يې بیا داسي دي:
یقتلون اهل الاسلام ویدعون اهل الاوثان، یمرقون من الاسلام کما یمرق السهم من الرمیة. بخاري او مسلم
له مشرکانو په مخ اړولو به له مسلمانانو سره جنګ کوي او له اسلامه داسي وزي لکه غشی چي له ښکاره وزي.
امام ابن کثیر يې د کړنو په اړه وايي: فجعلوا یقتلون النساء والولدان، ویبقرون بطون الحبالی، ویفعلون افعالا لم یفعلها غیرهم. ميرمنې او ماشومان يې وژل، د برالبو ښځو نسونه يې څېرل او هغه کړنې يې تر سره کړې چي له دوئ پرته بل چا نه وې کړې.
د ابوداؤد په يوه حدیث کي راغلي: سیکون في امتي اختلاف وفرقة، قوم یحسنون القیل و یسیئون الفعل. زما په امت کي به ژر اختلاف او فرقې پيدا سي، یوه ډله به ښې خبرې کوي او ناوړه کړنې به تر سره کوي.
د عبد الله بن عمر شاګرد نافع د خوارجو په اړه د ابن عمر وینا نقلوي:
کان یراهم شرار خلق الله، انطلقوا الی آیات الکفار فجعلوها في المومنين. (فتح الباري: ۱۲/ ۲۸۶)
ابن عمر هغوئ شریر مخلوق ګڼل، ویل يې چي د کافرانو په اړه نازل سوي اياتونو يې پر مسلمانانو تطبیق کړي.
د خوارجو په اړه تر دې تفصیل وروسته پوهېږو چي زموږ د زمانې افراطیان هماغه د اصحابو د زمانې خوارج دي، خو توپير يې یوازي په نوم او د زمانې په اختلاف کي دی. د نن افراطیان او د پرون خوارج د یوې سيکې دوه مخونه دي.
لکه خوارجو چي ځانونه د خدای د دين لښکر بلل، د نن افراطیانو هم عینا هماغه دعوه کوي او ځانونه د هغه ايت مصداق بولي چي وايي: ان الله اشتری من المومنین انفسهم واموالهم بان لهم الجنة.(التوبه: ۱۱۱) بېشکه الله له مومنانو د جنت په مقابل کي د هغوئ خانونه او مالونه را نیولي دي.
دوئ بس همدا فکر کوي چي ګواکي دا معامله خدای له دوئ سره مخامخ کړې او له دې امله نو تر خپل منځ یو بل ته د مرګ مبارکیانې ور کوي، کله چي رخصت سره اخلي یو بل ته توصیه کوي چي که مړ سوې نو په قیامت به مي شفاعت کوې او داسي نور تعهدات. له دې ښکاري چي افرطیان دي او که خوارج وو، د یهودو هغه تګلاره پر غالبه وه چي قران وايي: وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ (المائده: ۱۸)
یهودو او نصاراوو ویل چي موږ د الله زامن او دوستان يو.
دا ايت موږ ته د افراطیانو هغه ذهنیت ښه انځوروي چي دوئ يې د ځان او نورو انسانانو په اړه لري. افراطي فکر کوي جي دی د خدای خاص دوست دی او دا ځمکه او اسمان د ده له امله ولاړ دي. ماله افرطیانو اورېدلي دي چي د نړۍ دا نظام د دوئ د جهاد له برکته ولاړ دی. ځکه دا نظام به تر هغو قایم وي جي الله یادېږي او د الله یاد او ساتنه يې د دوئ د جهاد په توسط کېږي، ځکه نو دوئ پر کافرانو هم احسان کړی چي د دوئ له برکته دنیا سته او هغوئ له ژونده برخمن دي.
د افرطیانو دا کړنې د هغوئ له افراطي فکره سرچینه اخلي. څو چي فکرا څوک افراطي نه سي، تر هغو افراطي کړنې نه کوي. خوارجو د ټولو مسلمانانو په تکفیرولو ځان ته لار هواروله چي پر ضد يې جنګ اعلان کړي او خپل سیاسی مخالفین د هرې حربې په وسیله چي ممکنه وي له صحنې وباسې. دين ډېره غوره او اسانه وسیله ده چي له دينه ناخبره او عوام کسان ډېر ژر په غولېدای سي او له دينه ناسم تعبیر د خدای او رسول په قول ورباندي تېرېږي او د دين افراطي تعبیر چي له سیاسي او شخصي ګټو سره ملګری سي نو د خوارجو په شان مبارزې ته خلګ تیاروي او دا نن هم له دې فکر سره نور عوامل یوځای سوي دي چي افراطیان نه کمېږي، نه خلاصېږي او نه ستومانه کېږي.
زموږ افراطیان هم د دنیوي قوانینو په اړه د قران هغه ایاتونه وايي چي له الهي قانون پرته که چا په بل قانون پرېکړه وکړه نو کافران دي. دا په داسي حال کي چي راغلی ايت کاملا د رسول له زمانې سره تړلی دی چي یوازي د دين او شریعت چارې ترې هدف دي. ځکه هغه مهال د دين او شریعت یو تعبیر وي او د هغه په مقابل کي نور تعبیرونه غوره کول ګمراهي ده. بله موضوع د دين او دنیوي چارو ده چي رسول الله اصحابو ته په دې چارو کي کامله ازادي ور کړې وه. نو له دې بګراونډه پرته افراطیانو ایاتونه را اخلي او مسلمانان په ټاپه کوي. د دوئ په اړه هم عینا د علي رض هغه وینا صدق کوي چي خوارجو ته يې ویلي وو: کلمة الحق یرید بها الباطل. دوئ هم ايت وايي، مګر د خپلو باطلو اغراضو لپاره يې ناسم تعبیر ترې اخلي.
افراطیان لکه خوارج هيڅ مخالف زغملای نه سي. له دې امله نو په هره وسیله چي وي خپل مخالف وژني، که څه هم په دې کي له شریعته، اخلاقو او قانونه مخالف وي، خو افراطیانو دا کار حتما کوي. خوارجو د عبد الرحمن بن ملجم په لاس علي رض د سهار لمانځه ته د تلو مهال شهيد کړ. عثمان رض يې د قران د تلاوت مهال شهيد کړ او زموږ د زمانې افراطیان هم خلګ د لمانځه، عبادت، قران ویلو، فاتحې یا تعزیت او نورو عباداتو مهال وژني او وژلي يې دي.
د مېرمنو او ماشومانو وژل د افراطي فکر یوه ځانګړنه ده. لکه ابن کثیر چي وايي، خوارجو ښځې قتل کړې، ماشومان يې ووژل، د برالبو مېرمنو نسونه يې څېرې کړل او هغه افعال يې تر سره کړل چي مخکي چا نه وو کړي. دا کارونه زموږ د وخت افراطیانو تر خوارجو په لویه پيمانه وکړل.
په بازار کي د ښځو، کاریګرو، ماشومانو، بوډاګانو، لارویانو او مسافر وژل یوازي د افراطیانو چاره ده چي په وار وار يې پړه هم منلې ده.
په روغتون کي د مریضانو، پایوزان، نرسانو او ډاکټرانو وژنه هم د افراطیانو د جنګ یو خاص تکتیک دوئ بولي. دا پړه يې هم په ویاړ منلې ده. د سر دار داؤد خان روغتون حمله افراطیانو کړې وه.
په مسجد کي د عبادت کوونکو وژنه، د مړي ښخولو مهال پر هدیره ځانمرګی بريد، د تعزیت مهال مسجد کي خودکشه حمله، ماشومانو ته د قران ښوونې پر وخت د استاد په بم الوزول، پر منبر د خطیب وژنې ته په قران کي ماین ځای پر ځای کول او داسي نور جنایتونه هم د نن زمانې افراطیانو تر سره کړل چي خوارجو يې فکر لا نه وو کړی.
په میلو، جشنونو، لوبو، ودونو، کوزدو، وراوو او نورو محافلو کي هم ځانمرګي کول، د لاري مایونه پر چوول، بريدونه پر کول او په نورو لارو د خلګو وژل هم هغه جرمونه دي چي نن افراطیانو تر سره کړل او تاریخ شاهد دی چي تر خوارجو يې هم ډېري داسي کړنې وکړې چي تر دوئ مخکي هيچا نه وې کړې.
له لویو لارو مسافر را کښته کول، د خلګو تښتول، د هغه سړي پر ځای چي افراطیانو يې د خپل فکر له مخې مجرم بولي د هغه ورور، پلار، زوی یا یو بل قریب تښتول او په دې توګه اصلي سړی پيدا کول او له دې سره تړلي نور جنایتونه هم هغه څه دي چي یوازي افراطي فکره کسانو يې د تر سره کولو جرات او ابتکار وکړ.
د زده کونکو وژل، د نجونو پر مخ تېزاب ور شیندل، ښوونکي وهل، زورول، معاش ترې وړل، غوږونه او پزه ترې غوڅول او اخیر يې وژل هم یوازي د افراطیانو کړي جنایتونه دي چي له تاریخ څخه يې څوک بل مثال نه سي وړاندي کولای.
د عامه تاسیساتو ورانول، د پلانو او پلچکانو الوزول، پر روغتونو بريدونه، د ولسي خلګو سترو ودانیو ته د بريد لپاره ختل، د مکتبونو سوځول، پر پوهنتونو حملې کول، د اوبو بندونه ړنګول، پوخ سړک خامول او ور سره تړلي نور غیر انساني او غیر شرعي کارونه کول هم د افراطیانو هغه خاصیت دی چي له دوئ پرته بل چا نه وو خپل کړی.
دا ټول هغه یاد سوي جنایتونه، جرمونه، ناروا کړنې، له اسلام، قانون او بشري اخلاقو سره ضد کړنې دي چي لومړی بنسټ يې خوارجو ایښی او د هغو په تقلید يې نن د هغوئ پيروان له څه تردود او زړه نازړه توب پرته تر سره کوي. قران دا کارونه فساد بللي او د دې کسانو لپاره يې د څلور ډوله سزا یادونه کړې چي دولت يې بايد پر عملي کړي.
۲۰۱۷/اګست/۲۰