ترهګرو د پرون په وحشي او کفري بريدونو کې ثابته کړه چې دوئ د کايناتو د خالق الله تعالی پر ضد يوه مرداره جګړه پيل کړې ده. د کابل او غور په مسجدونو کې د تروريستانو د ځانمرګو بريدونو څخه ښکاري چې طالب او داعش د يهودانو پر لاره قدم ايښی او په زغرده يې د اسلام او د خدای (ج) پر ضد جګړه پيل کړې ده. دا د دغه ناولې جګړې يوه کوچنۍ بېلګه ده چې وحشي طالبانو او کفري داعشيانو بيا را وښوده. طالب او داعش که څه هم مشران يې بېل، بېرغونه يې بېل، خو په حقيقت کې دغه دواړې وحشي او مرتدې ډلې د کفر له لوري ملاتړ کېږي، او په افغانستان کې يې د انسانيت، افغانيت، او دين پر ضد د لېوانو او وحشيانو په څېر بريدونه پيل کړي.
ترهګر پر دې وياړي چې د خدای په کور کې يې خدای تعالی ته پر سجده مسلمانان په استشهادي بريدونو کې شهيدان کړل. دا د طالب او داعش په اصطلاح تر ټولو پياوړي او سپېڅلي بريدونه دي چې دوئ د کفر پر ضد پلان کړيدي، مګر کوم کفر؟ د طالب او داعش جګړه د جلا کېدو وړ نه ده. داعش په مسجد کې ځانمرګی کوي، طالب يې د ښار په منځ کې د ولسي خلکو پر ګڼه ګوڼه کوي. طالب د سنيانو په وژلو پسې ساتول راخيستی، داعش د شعيه ګانو. سني او شعيه دواړه مسلمان دينونه دي. د دې فرق څه دی؟ ځانمرګی هماغه يو ځانمرګی دی چې د دوئ په اصطلاح د ملائکو او جنتونو ديدار ته ور ستنېږي.
هيڅوک دې هڅه نکوي چې د داعش جګړه نارواه او طالب هغه رواه وګڼي. داعش او طالب دواړو د اسلام د مبارک دين د بدنامېدو يو تريخ جريان پيل کړی دی. داسې جريان چې د نړۍ په تاريخ کې به تر اوسه د اسلام د بدنامۍ لپاره نه وي پيل شوی. طالبانو او داعشيانو يواځې يوه اونۍ کې تر ۵۰۰ مسلمان افغانان شهيدان کړي، او تر ۱۰۰۰ پوري يې ژوبل کړيدي. چا، څنګه او کوم کتاب دا جګړه رواه کړې ده؟ د دنيا په ټولو مذهبونو کې څوک دا ثابتولی شي چې په مسجد کې بريد جايز دی.
داعشان او طالبان د کفر ګوډاګيان دي. داعشيان، د پاکستان په دستور، او طالبان د پاکستان باوجود، د روسيې، ايران او نورو په دستور جنګېږي. ټول وطن يې په کنډوالې بدل کړ. د هېواد هره ۱۳ مېرمن کونډه ده. دا د چا له لاسه؟ دا زيان چاته رسېدلی دی، کفر ته که همدې در بدره مسلمانانو ته. پر ورځ د قيامت به داعش او طالب وحشيان رب ته څه ځواب وايي. هلته، خو نه پاکستان مرسته ورسره کولی شي، نه روسيه، نه امريکا او نه بل څوک.
لږ ځير شئ حقيقت ته ور تسليم شئ. طالبانو په دې ۱۵ کلنه جګړه کې اسلام، دين او افغانستان ته څه ګټه رسولې ده؟ ايا دين پرمختګ کړی، که بدنام شوی. طالبانو په دې خپله نارواه جګړه کې د اسلام مبين دين په ټوله نړۍ کې سپک پېژندلی دی. کفري نړۍ ته يې پېغام ور رسولی چې اسلام يانې قتل عام. اسلام يانې په مسجد کې بريدونه. اسلام يانې د مسلمانانو سره جګړه. اسلام يانې ورور وژنه. اسلام يانې د هېواد ورانول. اسلام يانې د مسجدونو، لويو لارو، عامه تاسيساتو او ملي شتمنيو له منځه تلل. تاسو او خدای طالب او داعش له دې پرته د اسلام په اړه نړۍ ته نور کوم پېغام رسولی؟
طالبانو د افغانستان ملي کلتور بدنام کړ. بګړۍ يې بدنامه کړه. ملي جامې يې بدنامې کړې. پاج او لونګۍ يې بدنامه کړه. صدرۍ يې بدنامه کړه. د ښځو چادرۍ يې بدنامې کړې. ږيره، پر سنت طريقه برابر دود يې بدنام کړ. نړۍ ته يې ور وپېژنده چې څوک ږيره لري، د افغانستان ملي جامې يې اغوستي وي، هغه بريدګر دی، جګړه مار دی، د سولې دښمن دی، او د خلکو قاتل دی. مسجدونه يې د جګړو په ډګر بدل کړل. په مسجدونو کې يې ماينونه پټ کړل، بريدونه يې پکې وکړل، خلک يې پکې ووژل.
انسانانو کله پوهېږئ چې دا د رب تعالی پر ضد د هغه د وحشي بنده ګانو يوه مردار خوځښت دی. دغو وحشيانو د رب تعالی پر ضد اقدام کړی. څه چې رب نه غواړي، هغو دوئ ترسره کوي، او څه چې رب غواړي له هغو دوئ انکار کړی دی. تر ټولو غټ شرم دا دی چې کفر په مسجد کې د داعش او طالب بريدونه غندي، او د طالب او داعش مشران پر وياړي. داعش په خپلو بريدونو فخر کوي، کفر يې غندنه کوي. طالب د ماين په چاودنو د بېګناه انسانانو په وژلو وياړي، کفر يې غندنه کوي. دا څنګه چل دی؟ خلکو ولې نه پوهېږئ، ولې نه پوهېږئ خلکو. د طالب او داعش جګړه د کفر او اسلام په قانون کې نارواه ده. طالب او داعش داسې يوې نارواه ته لاس اچولی چې نړۍ پر خاندي.
نن د افغانستان په زرګونه کورنۍ د غم پر پاتا ناستې دي. په زرګونه ميندې ژړېږي. په سلګونه جنازې هديرو ته روانې دي. په سلګونه کفنونه چمتو کېږي. په زرګونه خويندې بې وروره، او پلرونه بې زويه شول. دا د چا په جګړه کې؟ ولسمشره نور د بشر حقوق پرېږده. په زندانونو کې د وحشي طالبانو او داعشيانو د را ايستلو امر صادر کړه، ټول اعدام کړه. پر طالب د هوا او ځمکې له لاري بريدونه زيات کړه، پوځ ته قاطع امر وکړه چې طالب يې چېرته وليد، په اور کې دې وسوځوي. د طالبانو او داعشيانو مرګونه داسې رواه دي لکه د لېونيو چغالانو.
طالبان او داعشيان د نړۍ والو کفري استخباراتو په تار پېودلي تسپې دي. نه روح لري، نه واک. نه صلاحيت لري، نه استقلاليت. دوئ ته فقط د مسلمانانو د وژلو واک ورکړل شوی دی. دوئ چې څومره تباهي رامنځته کولی شي، په هغه اندازه تقدير کېږي. طالب او داعش د خدای، انسانیت، اسلام او افغانستان دښمنان دي. خلکو وپاڅئ، له دې ځناورو، خپل عزت، مال او ناموس وژغورئ. اسلام وژغورئ افغانستان وژغورئ.