د نجلۍ لاسونه د مور په غاړه کې پراته و. د مور یې سترګې رډې رډې راوتلې وې، د چاودنې له ځایه یې منډې وهلې. د ښځې د ښې پښې د زرغونې پلاستیکي څپلکې بند پرې شو، ښځې د پښو ګوتې سره راټولې کړې، خو څپلکه یې له پښې وختله. شاته یې مخ پسې واړاوه. د لور له مخ سره یې پوزه ولګیده.

په پوړیدلي غږ یې وویل:

« ډاکټر ته رسیږو…»

ښځه تیزه شوه. شمال ته یې ټیکری وښویده، دې لاس ورواچاوه، نژدې یې نجلۍ له غیږې لویدلې وه، لاس یې پر دیوال تکیه کړ.

یو ږیرور د دوی مخې ته کړوپ کړوپ تیر شو…

یو ځوان نجلۍ ته وکتل، منډه یې کړه…

 پولیس د ونې شاته تاو شو…

 خبریال کمره ورته ونیوله. ښځې خپلې اوږې ته لاس کړ چې په پلو مخ پټ کړي، ټیکری ترې په لاره ښویدلی و. د فلش رڼا ته د نجلۍ نیمې پرانیستې سترګې وځلیدې. ښځې خوله خلاصه کړه چې خبریال ته  څه ووایي. هغه ویالې ته ټوپ کړل. ښځې د لور پر مخ لاس تیر کړ، خپلو سرو لړزیدلو ګوتو ته یې وکتل. مخامخ یې د روغتون پر وره ورمنډه کړه. ډاکټر نجلۍ پر بستر  څملوله غږ یې کړل:

-ژر کوئ بل یو

د نجلۍ مور په لوړ غږ وویل:

-تر دې مسلماني خو کفر ښه دی

ډاکټر نرسې ته اشاره وکړه، هغې پر نجلۍ سپین څادر خپور کړ.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *