د کابل په قمبر څلور لاره کې د نن ورځې په انتحاري برید کې ۱۵ تنه شهیدان شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت تایید کړه چې په دې برید کې د ملي اردو ۱۵ محصلان شهیدان شوي دي.
ویل شوي چې انتحاري حمله کوونکي د ملي اردو د محصلانو یو مني بس په نخښه کړ چې دا محصلان پکې سپاره ول.
تراوسه پورې تروریستي ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په کابل کې بله چاودنه شوې، د پرونۍ چاودنې د تلفاتو شمېر ۵۶ ته ورسېد
تاند- په کابل کې له پرونۍ خونړۍ حملې وروسته نن /شنبه/ د یوې بلې چاودنې ږغ واورېدل شو.
لومړني راپورونه وايي چې دا چاودنه د ملي اردو اکاډیمۍ ته نژدې د مقناطیسي بم وه.
د ملي اردو اکاډیمي قرغې ته نژدې په قمبرڅلورلارې کې ده.
د کورنیو چارو وزارت چاودنه تایید کړه خو د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه یې څه ونه ویل.
ځینې راپورونه چې دا برید د ملي اردو د اکاډیمۍ د محصلانو د سپرلۍ په میني بس شوی او لږترلږه ۹ تنه پکې شهیدان شوي دي. خو دا خبر لا باوري سرچینو تایید کړی نه دی.
شاهدان وايي چې امبولانسونه یې لیدلي چې د پېښې سیمې ته روان ول.
له بلې خوا د کابل د دشت برچې د سیمې د امام زمان جومات د تېر ماښام د انتحاري حملې د تلفاتو شمېر ۵۶ او د ټپیانو ۵۵ ته رسېدلی دی.
ویل شوي چې د غور د حملې تلفات ۳۰ ته زیات شوی دی. پرون د غور د حملې د تلفاتو شمېر ضد و نقیض ښودل کېده.
نور باید غني او عبدالله څومره زر چې کیدی شي استعفاء ورکړي او د نه امنیت او افغان وژنې لپاره په عام محضر کې محاکمه شي. افغانانو نور خپل بچي ددې منافقو او پردیپالو لپاره مه وژنۍ، دوی افغانان نه دي دوی د نورو هیوادو ګوډاګیان دي. لعنت دې وي په دې دواړو.