د ۱۳۹۲ کال د وږي په ۱۳ نېټه د مېرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیرغونډه د پامیر سینما د ودانۍ په کتاب ښار کې جوړه شوه. د غونډې مېلمه شاعر او لیکوال محمد صادق سپین غر و. د سټیج چارې مینا نظري پرمخ یوړې.

د غونډې په لومړۍ برخه کې د کاینات سعادت په غزل کره کتنه وشوه.

د  ارادې او د ایمان خبرې

څومره خوږې وي د جانان خبرې

   د کاینات د غزل د مطلع په هکله شکریې جلالزۍ وویل چې د ارادې اد ایمان خبرې یعنې څه ؟ مینا نظري وویل د ارادې او ایمان خبرې د جانان د خولې خبرې دي او کاینات وموضوع په شعر کې ښه راخیستې ده.

ته وا چې خولې کې ملکه ناسته

دا چې کوي نن د سبحان خبرې

  مینې ابراهیم خیل د کاینات د غه بیت خوښ کړ ویې ویل چې چې د خولې پاکي له ملکې سره تشبهې ښکلې ده او بیا د سبحان ذکر هم ښه ورسره راغلی دی.

هغه ګدا به څومره بد ښکاره شي

که یې له خولې ووځي د خان خبرې

    د دغه بیت په باره کې پاکیزې ارزو وویل چې د خیال او لفظ تر منځ تناسب نشته او څه چې یې باید ویلي وای هغه مطلب په پوره توګه نه ورڅخه اخیستل کېږي. د شاعرې هدف دی چې انسان ته نه ښایي چې لوی لوی خبرې وکړي.خو دلته د ګدا او خان کلمه سمه نه بریښي په دې  مانا راغلې چې ګدا دې د خان غوندې خبرې و نه کړي چې دا مفهوم درست نه دی ، ټول انسانان د انسانیت د مرتبې له لحاظه یو برابر دي او کیدای شي چې یو ګدا تر خان ښې خبرې وکړي او د خبرو ښه والی په خان او خانې پورې اړه نه لري. او که چېرته هدف دا وي چې ګدا دې د خان غوړمالي ونه کړي د هغه په ژبه ونه غږېږي بیا درست دی خو بیا هم د ګدا کلمه سمه نه بریښي.

چې په زړه کې نیت د میني تړي

 څه اثري دي ستا اذان خبرې

زما له  سترګو نه ټپوس مه کوه

درته کوي بیا د باران خبرې

   د دغو بیتونو په هکله حیا پوپلزۍ وویل چې دلته ښکلې نوې خبرې شوي دي د میني نیت د پاک الله ج د مینې سره تړلې ده او مینا نظري وویل چې له سترګو سره د باران کلمه په نوې توګه راوړل شوې وه.

چاته یې وکړمه چې زړه مې سپک شي

د زولنو او د زندان خبرې

پاکیزې ارزو په دغه بیت کې د زولنو او زندان کلمې د پښتنو راوجونو ته ښه استعاره ووبلله.

    د غونډې په دویمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه . زمزمې نیازۍ ، کاینات سعادت، مینې ابراهیم خيل،بلقیس محبوبي، شکرې جلالزۍ ، پاکیزې ارزو، حیا پوپلزۍ، شکرې خروټې او مینا نظري شعرونه ولوستل. د غونډې په پای کې ښاغلي سپین غر خپله نوې شعري ټولګه ( د ړنګ کلی شاعر) په بهیر والو وویشله. همدارنګه پریکړه وشوه چې  په راتلونکې غونډه کې به د مینا نظري په شعر کره کتنه وشي.غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.

پاکیزه ارزو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *