طاهر ساپی ||
د افغانستان ځوان نسل ښه راتلونکي ته ژمن دی حکومت په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو او پرمختګ لړۍ پیل کړې، خو دا مزل لا ډېر پاتې دی.که څه هم تر ډېره د افغان ښځو وضعیت، په حکومتوالۍ، دولتي بنسټونو، اصلاحاتو، زېربناوو ترڅنګ ډېر داسې څه شوي چې افغان مېرمنو ته د ښه راتلونکي زېری ورکوي، ښځو د متکي کېدو څخه د پرمختګ په لوري ګامونه اخیستي . افغانستان له کلونو کلونو له یو لړ هغو ستونزو سره مخامخ دی چې په دغه هېواد کې یې ټول هغه پرمختګونه چې د اقتصادي او ټولنیزې ودې او د ډموکراټیکو ادارو د پراختیا په برخو کې شوي، له ګواښ سره مخ کړي دي.په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت نازک دی، خو له دې سره سره دا واضح ده چې افغان چارواکو هوډ کړی چې لازم اصلاحات به پلي کوي چې دې مسئلې ته بیا نړیوالې ټولنې پام اړولی دیپه دې وروستیو کې افغان حکومت هڅه کوي چې په نړیوال شورا ګانو او ګټورو سکتورونو کې برخه وال شي او او په ځینو کې غړیتوبونه واخلي چې په دې وروستیو کې یې د اسیا د بنسټیزې پانګې اچونې دبانک (AIIB) بشپړ غړیتوب هم واخیست.
د نړۍ د مروجې بانکدارۍ په نظام کې بیا په بانکي حسابونو کې جاري حساب، سپما، د معیادي امانتونو حسابونه او د پانګې حسابونه شامل دي چې د جاري حسابونو پرته نورو حسابونو ته گټه ورکول کېږي.
په افغانستان کې چې د سوداګرۍ په برخه کې هره نوې طریقه رامنځته کېږي یوه عمده ګټهیې دا ده چې رقابت رامنځته کوي.”د اسیا د پانګونې او زیر بنايي بانک کې د افغانستان غړیتوب د زېربنايي پروژو او د اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري. اوس افغانستان هغه معیارونه پوره کړې چې نړیوال بانکونه یې غواړي
.په دغه بانک کې د افغانستان غړیتوب کولی شي چې د پيسو د انتقال او سوداګرو ته بېلابېلو برخو کې اسانیاوې رامنځته کړي په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان غړیتوب د پیسو د لېږد او د غیر قانوني پیسو د مخنیوي په برخه کې مرسته کوي دغه راز د افغانستان د اقتصادي ودې او د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د صادراتو او وراداتو په برخه کې ډېر ګټور تمامیداشي.”
د غالیو د صنعت، د برېښنا د مزو د انتقال، د پوهنتونونو تر منځ همکارۍ، د هېوادونو تر منځ د نړیوالو ټرانسپورتي اړیکو، ګمرکي همکاریو او د تورغونډۍ-اسعدآباد د اوسپنې پټلۍ د اساسي ترمیم څو بېلابېل هوکړهلیکونه هم لاسلیک شي.
افغانستان او ترکمنستان نېږدې ۸۰۰ کېلو مټره ګډه پوله لري او دا مهال په افغانستان کې د ترکمنستان د پانګونې او سوداګرۍ کچه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د برېښنا د مزو غځول، د ګازو، غذايي موادو، قیمتي ډبرو انتقال، د کالیو ترانزيټ او په بېلابېلو برخو کې همکاري د دواړو هېوادونو تر منځ له مهمو تعاملاتو څخه دي.
افغانستان په داسې حال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي چې له ګاوندي هېواد پاکستان سرهیې دغه اړیکې پخوانۍ نهدي پاتې.له نورو هېوادونو سره اقتصادي اړېکې د هېواد د اقصادي پیاوړتیا په برخه کې ډېرې مهمې دي.
د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا به دغه هېواد په یوې ترانزیټي څلورلارې بدل کړي.
بدیلو لارو پرانیستل د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګټور ګڼي وايي چې افغان دولت باید د ټرانزیټ په برخه کې د هوا او سړک ترڅنګ د ریل پټلۍ له لارې چې تر ټولو مهمه اقتصادي لار ګڼل کیږي هم د سیمې له هېوادونو سره د وصلیدو هڅه وکړي.
دغه تفاهم لیکونه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د مستقیمو پروازونو د پیلېدو په برخه کې لاسلیک شوي دي.
دغه راز د پیسو د نړیوال صندوق عضویت چې د نړۍ ۱۸۹ هېوادونه یې غړي دي هم عضویت لري دغه صندوق International Monetary Fund) یا IMF یو نړیوال سازمان دي چې په ۱۹۴۵ کال یې په امریکا کې بنسټ کېښودل شو ددې صندق موخې د نړیوالې پولي همکارۍ پیاوړتیا، مالي ثبات ساتنه، نړیواله سوداگري اسانول، کار او کسب کچه لوړول، باثباته اقتصادي پرمختگ رامنځ ته کول او په نړۍ کې د بېوزلۍ د کچې راټیټول دي .
د دولتونو اقتصادي، مالي او پولي سیاستونو جوړونه او ارزونه ، د تسهیلاتو ( پور ) ورکړه. کله چې د تادیاتو بیلانس توازن موجود نه وي، د غړي هیواد د اړتیا او غوښتنې په اساس لازم تسهیلاتو ( پور ) ورکول کیږي خو شرایط لري. متقاضي هیواد باید د صندق غوښتنې او شرایط ومني او کړنې د صندق د شرایطو په اساس عیارې کړي او ددې ترڅنگ دریېمه دنده یې تخنیکي او فني مرستې او روزنیز پروگرامونه د دولتونو مرکزي بانکونو او اړونده ادارو ته دي. د مالي او پولي ثبات او پرمختگ لپاره لازمې مشورې او توصې کول، له اړونده چارو څارنه کول، د اړونده مقرراتو او بانکي ساختارونو بیا کتنه او سمون، د ارزي عملیاتو سمبالښت او د تادیاتو د سیستمونو سمون او پرمختگ او هم په مالي نظام کې د سیستمونو ملاتړ او داسې توصې وړاندې کول ترڅو مالیاتي او گمرکي امور، بودجه جوړونه، د مخارجو مدیریت او د کورنیو او بهرنیو قرضو سمبالښت او په ټوله کې د اقتصادي او مالې قوانینو او طرحو سمون او ترتیب د پیسو د نړیوال صندق بنسټیزې دندې او موخې دي. ددې چارو پر مخ بیولو کې، د پیسو نړیوال صندق د دولتونو په چارو کې لاسوهنه کوي او د واکمنۍ د نقض سبب گرځي. د بیلگې په توگه، دا صندق د پیسو د تبادلې رژیمونه ټاکي.
د پیسو د نړیوال صندق شرایط او توصې لکه دولتونه باید مصارف کم کړي او په عام المنفع پروژو ډېره پانگونه ونه کړي، د لیبرال سوداگرۍ اصول او پرنسیپ باید ومنل شي، بهرنۍ مستقیمې پانگې اچونې ته لاره پرانستل شي، د قیموتونو کنټرول له منځه ولاړ شي او د حکومت له لوري سبسایډي موجوده نه وي، دولتي تصدۍ باید خصوصي شي ښه حکومتوالي رامنځ ته شي.
د فساد پر وړاندې مبارزه وشي او دې ته ورته نور شرایط لري چې غړي دولتونه او د مرستو متقاضي هیوادونه اړ دي چې دا شرایط و مني.
د پیسو نړیوال صندوق IMF وروسته تر دې چې د افغانستان په اړه خپل مفصل راپور بشپړ کړ، ژمنه یې وکړه چې دې هېواد ته به پورونه ورکړي. د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان د اقتصادي وضعیت د څېړنې تر اعلان وروسته وویل چې د افغانستان د بودیجې او مالي سکتور په برخو کې د حکومت له رامنځته کړیو اصلاحاتو خوښ دی.ای ایم ایف وویل، د سختو شرایطو سربېره افغان چارواکو د اصلاحاتو پروګرام په بریالیتوب پلی کړی دی یوي مقالي د خپرولو له لارې د سولې راوستلو، اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا، ځان بسیاینې، د لوی اقتصاد د مدیریت پیاوړتیا، له فساد سره مبارزه، د پیسو مینځلو او نورو مهمو برخو کې د افغانستان لاسته راوړنې او اقتصادي پرمختګونه وستایل.
افغانستان د هغو هیوادونو له لیست څخه وتلی دی چې د پیسو مینځلو او د تروریزم مالي تامین په برخو کې همکاري نه کوي.
د یوې ښې او ډاډمنې راتلوونکې لپاره اړینه ده چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ دوه اړخیزه همکاري دوام وکړي.