دا کتاب د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي درسي کتاب او پوهاند عبدالباقي پوپل لیکلی دی. یاد کتاب تازه ځوان او هڅاند ژباړن ښاغلي مجیب الرحمن اېمان چې د همدې پوهنځي د عمومي تاریخ څانګې د درېیم ټولګي محصل دی، پښتو ژبې ته را ژباړلی.
په دغه کتاب کې دختیځ لرغوني تمدن په اړه په زړه پورې بحث شوی لکه ؛ مصر، بین النهرین، هند، چین، عبرانیان، فارسیان او اریایان.
یاد کتاب د عازم څپرندویه ټولنې له لوري چاپ او خپور شوی دی، مینه وال کولی شي له هغه ځایه یې تر لاسه کړي.