تاند- سي آی اې په افغانستان کې د ځانګړو ګومانډو ځواکونوعملیات پراخوي چې طالبان ومومي او سمدستي یې ووژني.
دا خبره نیویارک ټایمز د یکشنبې په ګڼه کې افشا کړه.
په دې راپور کې د امریکا د جګپوړو چارواکو په قول ویل شوي چې سي آی اې د تجربه کارو پوځیانو او خصوصي قراردادیانو کوچنۍ ډلې له افغان ځواکونو سره یوځای لېږي چې ماموریت سرته ورسوي.
ورځپاڼې د امریکايي چارواکو، چې په دې اړه یې معلومات ورکړي، نومونه نه دي اخیستي.
راپور وايي، دا ماموریت د سي ای اې د ځانګړو فعالیتونو د څانګې له لوري اداره کېږي.
نیویارک ټایمز لیکلي، دا هڅه د ولسمشر ټرمپ د تروریستي ضد ستراتیژۍ یوه برخه ده.
سي آی اې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
ځینې افغانان د امریکا د دې پلان هرکلی کوي خو ځینې نور بیا اندېښنه لري چې د بلک واټر تېره تجربه به تکرار شي.
د ولسي جرګې د داخلي امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی اخوندزاده وویل، که د سي آی اې کومانډو ډلې د طالبانو سرګروپان او قوماندانان په نځښه کړيو هرکلی یې کوي.
سي آی اې پخوا د افغان طالبانو پر ضد په مستقیم ډول جنګ نه کاوه او د دې پر ځای یې ډېر پام یا تمرکز د القاعده شبکې ځپلو او د افغانستان د استخباراتو ملاتړ ته و.
ولسمشر ټرمپ د اګست د میاشتې په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلانولو په مهال ویلي و چې د طالبانو د ځپلو لپاره به محدودیتونه نرم کړي.
ډانلډ ټرمپ ویلي، طالبان باید په دې پوی شي چې د پټېدو ځای نه لري او داسې ځای نشته چې هلته امریکايي پوځیان یا وسله رسېدای نه شي.
د امریکا پوځ په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو خلاف په ځانګړي ډول د بې پېلوټه الوتکو حملې زیاتې کړي دي.