له رسول الله څخه يوه روايت کي نقل شوي چي الله نرم دی، نرمي خوښوي او د نرمي په بدل کي هغه څه ور کوي چي د سختي په بدل کي يې نه ور کوي.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مُغَفَّلٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” إِنَّ اللَّهَ رَفِيقٌ: يُحِبُّ الرِّفْقَ، وَيُعْطِي عَلَيْهِ مَا لَا يُعْطِي عَلَى الْعُنْفِ “. (ابوداؤد: ۴۸۰۷)

یاني الله نظام داسي جوړ کړی چي په نرمي کوم څه تر لاسه کېږي په سختي هغو ته لاس رسی هومره اسانه نه وي.

د هر انسان لپاره نرمي يوه ښېګڼه ده. نرمي د انسانيت زیور دي. د انساني ټولنې لپاره له نرمۍ پرته بله لار نه شته. نرمي د انساني ټولنې ښکلا ده. نرمي يو الهي او پيغمبري صفت دی چي انسانان يې هم بايد په ځان کي پيدا کړي. اصلا نرمي انساني فطرت دی، ځکه دا نارمل حالت دی او څوک چي نرمي نه کوي هغه له خپل فطري او نارمل حالت څخه وتلی وي.

همدې زیات ارزښت ته په کتو قران کريم هم هلته دلته د نرمي ذکر کړی او احادیثو کي يې هم ډېره یادونه شوېده چي محدثينو د دې حديثونو لپاره ځانګړي بابونه ايښي دي. قران پاک د پيغمبر علیه السلام دا صفت په دې ټکو يادوي: فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ(ال عمران: ۱۵۹) نو د الهي رحمت له امله ته له دوئ سره نرمي کوې. له دې پرته قران يو شمېر ځايونه الله پاک د رؤوف او لطیف په صفاتو یاد کړی چي زموږ په پښتو کي يې تعبیر په زړسواند او نرمي کوونکي کولای شو.(البقره: ۱۴۳،۲۰۷، الشوری: ۱۹)

ابوداوود په کتاب الادب باب الرفق کي يو حدیث راوړی چي نرمي په

کي ښکلا بلل شوې:

«يَا عَائِشَةُ، ارْفُقِي فَإِنَّ الرِّفْقَ لَمْ يَكُنْ فِي شَيْءٍ قَطُّ إِلَّا زَانَهُ، وَلَا نُزِعَ مِنْ شَيْءٍ قَطُّ إِلَّا شَانَهُ». (ابو داؤد: ۴۸۰۸)

ژباړه: ای عائشې! نرمي کوه، بېشکه نرمي د هر شي ښکلا ده او که په يو شي کي نه وي نو عیب يې دی.

زان له زين(ښايست) څخه دی چي په ښکلا کي مبالغې ته کارول شوی او (شان) بیا د عیب په مانا استعمالېږي. د حدیث الفاظو د نرمي اهميت او اړتيا په ډېر ښه ډول بیان کړې. انسان د خپل فطرت له مخې ښکلا خوښوي. د خپل ځان لپاره هم، د کور لپاره، د ښار لپاره، د ټولنې لپاره او د ټول هیواد و سیمې لپاره هم د ښکلا ارمانجن وي. يو څوک که په ظاهري او باطني دواړو ښکلاوو سمبال وي نو یقينا د اوچتې مرتبې انسان به وي.

ښکلي کالي، پاک ويښتان، ښه پایزار، صفا مخ و بدن او غوره نور اړين توکي؛ که له يوې خوا اړتيا ده نو له بل پلوه پر انسانانو او ټولنه مثبت اثر هم لري. البته یوازي ظاهري ښکلا ته به هم ټول پام نه کوي، بلکي له دې هر څه سره که څوک بد اخلاقه او سختي کوونکی وي، نو معنوي بد خوندي يې پر ظاهري ښکلا سیوری غوړوي.

د ابوداوود په همدې باب کي بل حدیث دی چي نرمي يې پرېمانه خیر او ښيګڼه بللې.

عَنْ جَرِيرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ يُحْرَمُ الرِّفْقَ يُحْرَمُ الْخَيْرَ كُلَّهُ».(ابوداؤد: ۴۸۰۹)

ژباړه: جریر ویل چي رسول الله وویل: څوک که له نرمي بې برخې شو له ټوله خیره محروم شو.

د مالک په موطا کي د نرمي په اړه له عائشې داسي روايت دی:

إن اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُحِبُّ الرِّفْقَ فِي الْأَمْرِ كُلِّهِ.

بېشکه الله په ټولو چارو کي نرمي خوښوي.

امام مسلم يو حدیث راوړی چي رسول الله اشج نومي صحابي ته وايي:

” إِن فِيك خَصْلَتَيْنِ يحبهما الله وَرَسُوله: الْحلم والأناة “.

ستا دوه خويونه دي د الله او رسول خوښېږي يو زغم او بل نرمي.

له ابو درداء څخه روايت دی چي رسول الله وویل:

«مَنْ أُعْطِيَ حَظَّهُ مِنَ الرِّفْقِ فَقَدْ أُعْطِيَ حَظَّهُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَنْ حُرِمَ حَظَّهُ مِنَ الرِّفْقِ فَقَدْ حُرِمَ حَظَّهُ مِنَ الْخَيْرِ».(مسند حميدي: ۳۹۷)

چا ته که د نرمي برخه ور کړل شوه، نو د خیر له حصې برخمن شو او که د نرمي برخه يې په نصیب نه شوه نو د خیر له برخې محروم شو.

له دې پورتنيو رواياتو مالومېږي چي نرمي او رفق ته الله او رسول يې څومره ارزښت ور کړی. له نرمي سره د انسانانو ژوند تړلی دی. که په ټولنه کي مختلف افکار وي او د بیلا بیلو ادیانو پيروان ژوند کوي، نو نرمي هلته د اکسيجن حیثیت لري. که نرمي نه وي، کورنی ژوند به تريخ وي، که نرمي نه وي، ټولنه به پاشلې وي، که نرمي نه وي د يو هیواد نظام پايښت نه شي کولای. د انسانانو د ټولنیز ژوند يوه ډېره مهمه ستن نرمي ده، که نرمي ختمه شي نو ټولنیز ژوند به د زوال لور ته ولاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *