دغه کسان داسي مهال نن راټول سوي وه چي ۶ ورځي وړاندي په دي ولایت کي لسګونو کسانو د مرستیال والي او استناف څارنوال پرضد لاریون وکړ
هلمند کي نن زرګونو کسانو ددې ولایت په کرزي لوبغالي کي هغه مهال راټول سول چي دوي ددې ولایت په لېرو پرتو سیموکي د ملي پروژو د تطبیق سربیره په دې ولایت کي د قانون حاکمیت سره ددې ولایت خلګو د ملاتړ لپاره غونډه جوړه کړي وه.
دوي پخپلو ویناوو کي وویل چي غاصبین دي دولت ونیسی او د قانون منګولو ته دي یې وسپاري.
وکیل غازی محمد ،مولوی همکاری او ډاکټر قریشی وایي دلته هلمند کي یوشمیر کسان له خپلو واکونو او خلګو څخه په ناوړه ګټي اخیستني سره په دې ولایت کي دولتي ملکیتونه غصب کړي اود ملي پروژو مخه نیسي
دوي وویل که هرڅوک د ملي پروژو مخه نیسي او یاهم په دې ولایت کي ددې پروژو د عملي کیدو په برخه کي خنډونه جوړه وي هغوئ دي دولت ونیسی او قانوني چلند دي ورسره وکړي.
دي غونډي کي قومی مشرانو هم د غصب د مخنیوی ترڅنګ زیاته کړه چي د ملی پروژو مخه دي نه نیول کیږی او هڅه دي وسئ ترڅو په دې ولایت کي د ملی پروژو دتطبیق په برخه کي ولسي خلګ همکاره واوسې