تاند- یوې پخوانۍ ماډلې تازه افشا کړه چې د سعودي عربستان د یوه خورا شتمن سړي د عیاشۍ وسیله وه.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، جیل داد (Jill Dodd)، چې اوس ۵۸ کلنه ده، د بریتانیا له نهم چاینل سره په مرکه کې له سعودي ملیاردرعدنان خاشوکی سره، چې تر دې ۳۰ کاله مشر و، له جنسي اړیکو پرده پورته کړه.

دا وايي چې ۲۱ کلنه ماډله وه چې له خوشوکی سره یې په یوه پارټۍ کې ولیدل او د دې پر مړوند یې په وینو خپل نوم ولیکه.

«ده زما لستوڼي پورته کړ او ویې لیکل (درباندې مین یم) ما له ځان سره وویل، اوهو! دا خو وینې دي، ټکان مې وخوړ، خو فکر مې وکړ چې ټوکې دي او په عین حال کې راته په زړه پورې ښکاره شوه.»

«په هماغه وخت کې خاشوګي واده کړی و او د ۵ ماشومانو پلار و خو له دې سره سره یې هڅه کوله چې له ماسره اړیکې وپالي ځکه چې ده د عیاشۍ لپاره د ۱۲ ښځو د ساتلو اجازه لرله.»

ډېرو شتمنو شیخانو خپلې ډېرې پیسې په دې ډ‌ول په لوېدیځو هیوادونو کې مصرف کړي او لا هم دې کار ته دوام ورکوي.

تر دې په یو څه ټیټه سویه، ورته کارونه زموږ نو دولته افغانانو کړي دی. د کابلبانک خاوندانو او شریکانو د افغانانو په ملیونونه ډالر په قمار او فحشا ضایع کړل.

 ډېرو یې په دوبۍ او نورو ښارونو کې پر بدلمنو ښځو په لسګونو زره ډالر لګولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *