تاند- د هند ولسمشر رام نات کویند او د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج نن /سې شنبه/ په نوي ډیلي کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني د هند له صدراعظم نریندرمودي سره په افغانستان کې د سولې او ثبات او نورو مسلو په اړه خبرې وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی راویش کومار وویل «ولسمشر غني به، چې هند ته په یو ورځیني سفر راغلی دی، له مودي سره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت د لارو چارو او د تروریزم د ځپلو په شمول د ګډو هدفونو په اړه وږغېږي.»
دوی به پر سیمه ییزو او نړیوالو مسلو او دوه اړخیزو علایقو هم خبرې وکړي.
د هند له ولسمشر سره کتنه
ښاغلی غني به نن د هند له ولسمشر رام نات کویند سره هم ولیدل.
د هند ولسمشر ښاغلي غني ته د هرکلي ویلو ترڅنګ د افغانستان د وروستیو ورځو تروریستي حملې په کلکه وغندلې.
د پکتیا، غزني، کندهار او کابل په تروریستي حملو کې تر ۲۵۰ زیات افغانان شهیدان او څو سوه نور ژوبل شول.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر کویند د افغان ولسمشر د مشرتابه ستاینه وکړه، ویې ویل چې ده په خورا سختو وختونو کې د افغانستان خدمت ته ملا تړلې او له بلې خوا یې د هند او افغانستان د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی.
غني په داسې حال کې هند ته سفر کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم د سیمې په سفر بوخت دی.
د افغانستان ولسمشر ته د هند د سفر دا بلنه د اکتوبر په شپاړسمه کابل ته د هند د ملي امنیت د سلاکار له لوري ورکړای شوې وه.