صادرات یعنې هغه اموال چې موږ یې له خپل هیواد څخه نورو هیوادونو ته لیږو او په بدل کې یې له نورو هیوادونو څخه پیسې ترلاسه کوو.
صادرات د یوه هیواد پر اقتصاد او حتي د پیسو پر ارزښت اغېز لري. زمونږ د ګران هیواد افغانستان پولې واحد افغانۍ ارزښت له مختلفو پیښو او موضوعاتو سره تړلې دی. د نورو موضوعاتو او پیښو ترڅنګ صادراتو د افغانيو ارزښت په پوره توګه د ځان تابع کړي دی. یعنې که مونږ نورو هیوادونو ته لیږدیدونکي توکي لږ یا ډیر ولیږو نو افغانۍ متاثره کوي او د نورو پیسو په ځانګړې ډول د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت ټیت یا لوړوي.
پوښتنه دا ده چې صادرات څنګه کولای شي چې افغانۍ متاثره کړي؟ د دې ځواب ډیر لنډ او ساده دی هغه دا چې؛ کله چې مونږ نورو هیوادونو ته وچې یا تازه میوې، غالۍ، او قیمتي ډبرې صادروو نو په مقابل کې یې له یادو هیوادونو څخه پیسې لاسته راوړو چې دا پیسې به مونږ ته د افغانیو په شکل کې راکوي کله چې مونږ ډیر صادرات ولرو نو ښکاره ده چې بهرنیان (هغه تجاران چې له مونږ څخه مالونه اخلي) به زمونږ پیسو (افغانۍ) ته ډیره اړتیا ولري چې مونږ ته یې د صادر شوي مال په مقابل کې تادیه کړي، او هم دولتي ټکسونه او تعرفې چې د افغانیو په شکل کې به وي تادیه کړي .نو له همدې وجې په مارکیټ کې د افغانیو د اړتیا کچه لوړیږي چې په نتیجه کې یې د افغانیو ارزښت یا قیمت هم لوړیږي.
له بل پلوه که د هیواد صادرات مو کم وي او په دومره اندازه مالونه ونه لرو چې هم د هیواد په داخل کې د هیوادوالو د استعمال لپاره کفایت وکړي او هم یې نورو هیوادونو ته ولیږو یا یې پرې وپلورو نو د پورته توضیح برخلاف بهرني تجاران به کمو افغانیو ته اړتیا پیدا کړي څو مالونه مو پرې وپیري نوپه مارکیټ کې د افغانیو کمه تقاضا د افغانیو د ارزښت د کموالي باعث ګرځي.
راځئ چې د زراعت ترڅنګ په صنعتې برخه کې هم کار وکړو چې ډیر صادرات ولرو څو د افغانیو ارزښت مو لوړ وساتو.
ډیره مننه د تاند ویب پاڼې له چلونکو څخه چې لیکنه یې په خپل وخت خپره کړه