تاند- دا امریکايي ښځه، چې (Cassie DePecol) نومېږي، په یوازې سر د افغانستان په ګډون د نړۍ پر ۱۹۶ هیوادونو راګرځېدلې ده.

په حقیقت کې اغلې کاسي لومړنۍ ښځه ده چې د نړۍ تقریباً هر هیواد ته تللې ده.

دا وايي چې دا سفر یې ۱۹۶ هیوادونو ته په ۱۸ میاشتو او ۲۶ ورځو کې په یولکو نوي زره ډالره لګښت کړی دی.

دا د افغانستان په اړه، چې دنیاوالو ته خورا خطرناک او ناامن هیواد ښکاري، وايي چې د نورې نړۍ په شان و.

په کابل کې یوازې ګرځېدلې او له هیڅ راز ستونزې سره نه ده مخامخ شوې.

دا د سوریې په شان د ځینو هیوادونو د وېزې له سختو مقرراتو او وخت ضایع کولو سرټکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *