ولیعهد محمد بن سلمان

تاند – د سعودي عربستان یو باصلاحیته شهزاده وایي چې هغوی به ژر بېرته معتدل اسلام ته ور وګرځي او په خپل هېواد کې به افراطیت ته د پای ټکی کېږدي.‌

ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان چې ۳۲ کاله عمر لري وایي، هغوی خپل نظام داسې جوړوي چې سعودي عربستان د بېلابېلو دینونو په وړاندې پرانستې غېږ ولري.

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه لیکي، چې محمد بن سلیمان نن په ریاض کې د اقتصادي اصلاحاتو په یوه غونډه کې وویل، «مونږ بېرته هغه څه ته راستنېږو چې پخوا وو – مونږ به داسې یو هېواد ولرو چې معتدل اسلام به په کې حاکم وي – داسې چې ټولو دینونو او نړۍ ته به یې غېږه پرانستې وي،»‌

ورځپاڼه د ولیعهد محمد له قوله لیکي چې وایي، «مونږ به د خپل ژوند راتلونکي ۳۰ کالونه په تخریبوونکیو نظریاتو کې تېر نه کړو،‌ مونږ به دغه نظریات سر له همدا نن ورځې نه ویجاړ کړو. مونږ به افراطیت ډېر ژر پای ته ورسوو.»

لوېدیځې رسنۍ وایي، چې د سعودي عربستان نظام دا وخت په ډېر محافظه کار یا په نورو ټکو په زاړه پالي فکر سره پر مخ روان دی.‌

ویل کیږي چې محمد بن سلیمان چې د روان کال د جون له میاشتې راهیسې ولیعهد ټاکل شوی یو لړ اصلاحاتو ته یې لاس اچولی،‌ او داسې باور کیږي چې د پاچا سلمان د هغه وروستي تصمیم تر شا هم د محمد لاس دی چې سعودي ښځو ته یې د موټر چلولو اجازه ورکړه.

یو شمېر افغان کارپوهان په سعودي واکمنه کورنۍ او په تېره بیا د دغه هېواد په استخباراتي اداره تور لګوي چې د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې یې د پاکستان له پوځي استخباراتو (آی اېس آی) سره اوږه په اوږه د هغو افغان افراطیانو په روزلو کې لاس درلود چې افغانستان یې د خپلمنځي جګړو په ترڅ کې په کنډوالو بدل کړ او د لسیزو په ترڅ کې د رغېدلي نظام ستنې یې ړنګې کړې.‌

3 thoughts on “سعودي ولیعهد:‌ مونږ به ډېر ژر معتدل اسلام ته بېرته ور وګرځو”
  1. تاسو به معتدل اسلام ته وګرځی که نه په دا … مې، خو ستاسو روزل شوي زهري سیافیان، سیافسپیان او ټالیبیان به څنګه له زهرو تش شی. زنا کار سعودیان خو له پردو بلانډیانو سره زنا کوی، خو د دوی روزل شوي سپیان بیا له خپلې مور(افغانستان) سره زنا کوي

  2. Salamooona
    Allah de dagha wor che saughdi aw iran aw fakistan lagawalai wasoozawe zaka de dui de lasa kho pa zarhawoo afghanan taba aw barbad shwal faqat aw faqat de dagha bewejdana ahmaqano pa hela .
    Pa dranakht

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *