تاند- د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د صدراعظم نریندر مودي په کتنه کې هند موافقه وکړه چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د افغانستان د اړتیاوو پر اساس نورې مرستې کوي.

دواړو مشرانو پرون /سې شنبه/ په نوي ډیلي کې سره وکتل.

هند ته د ولسمشر غني پرونی یو ورځینی سفر په تېرو ۳ کلونو کې د ده څلورم سفر او د دواړو مشرانو ترمنځ دوولسمه کتنه وه.

په پرونۍ کتنه کې، چې ظاهراً هند ته د ښاغلي غني تر ټولو لنډ سفر و، دواړو مشرانو یو په یو مفصلې خبرې وکړې او غرمنۍ یې یوځای وخوړه.

د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس، په داسې حال کې چې صدراعظم نریندر مودي له وسله والو طالبانو سره د خبرو له لارې د پخلاینې ملاتړ وکړ، ویې ویل چې د افغانستان د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

ده وویل چې د هند لپاره سره کرښه یوازې دا ده چې طالبان له جګړې او ترهګرۍ لاس اخلي او په عین وخت کې د افغانستان اساسي قانون مني.

د هند د صدراعظم او د افغانستان د ولسمشر د خبرو په پای کې کومه ګډه خبري غونډه یا ګډه اعلامیه نه وه او د دوی د خبرو معمولي جزییات هم د هند د صدراعظم د دفتر پر ځای د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت خپاره کړل.

په اعلامیه کې د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو د پناهځایونو ختمېدا په افغانستان کې د پایښتي سولې او ثبات لپاره ضروري بلل شوې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویفیکنداندا نړیوال بنسټ (Vivekananda International Foundation) ته په وینا کې وویل «موږ پاکستان ته ویلي چې که تاسي د واګې – اتاري لار (د هند او پاکستان ترمنځ مځکني بندرونه) موږ ته نه پرانیزئ، موږ به د پاکستان پر مخ د منځنۍ اسیا لار بنده کړو.

نر دې وړاندې افغانستان خپلې خاورې ته د پاکستاني لارو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

افغانستان وايي، په داسې حال کې چې پاکستاني لارۍ پرېږدي چې تر شېرخان بندر او حیرتان بندرو پورې لاړې شي، پاکستان خپلې خاورې ته د افغانانو لارۍ نه پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *