تاند- راپورونه وايي چې په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه بمباري شوې او د غونډې برخوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هرات کې دولتي سرچینې وايي، پرون /سې شنبه/ چشیت شریف ولسوالي ته نژدې شاوخوا ۳۰۰ وسله وال طالبان رایوځای شوي وو چې هوايي بریدونه پرې وشول.
د هرات د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وسله والو طالبانو پر سلما بند د برید لپاره رایوځای شوي ول خو امنیتي ځواکونه د دوی له پلان څخه خبر شول او بمباري یې پرې وکړه چې په نتیجه کې یې زیات شمېر سختدریځي وژل شوي یا ټپیان دي.
د هرات د والي دفتر وايي چې د مرګ ژوبلو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه لري.
د هرات د والي دفتر وايي چې له حملې وروسته روغ پاتې شوي طالبان له سیمې وتښتېدل.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تر دې پخوا هم په ځلونو پر سلما بند د حملو هڅې کړي او په ځلونو یې د دغه بند ساتونکي او انجنیران وژلي دي.
راپورونه وايي چې ایران له طالبانو سره د بندونو د ویجاړولو لپاره مالي او تسلیحاتي مرسته کوي.
د سلما بند خو د افغانستان د ټولو اوسېدونکو ګډ ملکیت دی، زما په اند طالبان هم باید د داسې مهمو او حیاتي پروژه ساتنه خپل ایماني او افغاني وجیبه وبولي.
د لویو لارو ، پلونو، هوایی میدانونو ، دولتي تاسیساتو ، د اوبو او برښنا بندونو ، ښوونځیو ، روغتونونو ساتل د هر مسلمان او افغان دنده ده . که څوک د افغانستان د دښمنانو په لمسون پورته ذکر شوي تاسیسات ورانوي ، په حقیقت کې دوی له بیت المال او عامه ملکیت سره خیانت کوی او د ملي خاینانو سزا باید هم ترټولو سخته وي.