تاند- د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې افغانستان به یوازې هغه مهال د چین – پاکستان په اقتصادي دهلېز کې ګډون وکړي چې اسلام اباد د خپلې خاورې له لارې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري راکړې ورکړې ته لار ورکړي.
ولسمشر غني همداراز خبرداری ورکړ چې که افغانستان ته د پاکستان له لارې د هند تر واګې او اتاري بندرونو پورې د ترانزیت اسانتیا ورنه کړای شوه، کابل به هم منځنۍ اسیا ته د پاکستان ترانزیتي لار بنده کړي.
ولسمشر غني د یوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره رد کړه چې ګنې افغانستان د سولې لپاره د پاکستان له لوري ترتیب شوې هڅې تایید کړي دي.
ده د سې شنبې په ورځ د هند د یو ورځیني سفر په لړ کې ویفیکناندا نړیوال بنسټ ته په وینا کې پاکستان ته ګوته ونیوله، ویې ویل«پناهځایونه ورکول کېږي، لوژیستیکي ملاتړ دوام لري، تریننګ ورکول کېږي، ایدیالوژیکي بنسټونه یې ورته برابر کړي… نور پاکستان داسې پړاو ته رسېدلی چې باید انتخاب وکړي.»
غني د افغانستان په سوله او ثبات کې د هند رول تایید کړ، ویې ویل چې د کابل د پروسې بل پړاو به د جنورۍ په میاشت کې په کابل کې وي.
د افغانستان ولسمشر د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوري اعلان شوې ستراتیژي د لوبې د وضعیت لپاره بدلوونکې وبلله.