تاند- د ارتون کپیټل په نوم موسسې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو پاسپورټونه د اعتبار یا چلښت له نظره درجه بندي کړي دي.
د دې ادارې د درجه بندۍ پر اساس د سینګاپور هیواد پاسپورټ لومړی درجه دی.
دا درجه بندي په دې اساس شوې چې په کومو هیوادونو کې یو پاسپورټ وېزې ته اړتیا نه لري او یا په هوايي ډګر کې خامخا وېزه ورکوي.
د ارتون کپیټل موسسې پر اساس د سینګاپور په پاسپورټ ۱۵۹ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.
ورپسې د جرمني پاسپورټ دی چې ۱۵۸ هیوادونو ته پرې بې وېزې سفر کېدای شي.
د سویډن او جنوبي کوریا پاسپورټونه درېم ځای لري ځکه چې په دواړو ۱۵۷ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.
ورپسې په ترتیب د دغو هیوادونو نومونه راغلي دي:
۴ – ډنمارک، فینلنډ، ایټالیا، فرانسه، هسپانیا، ناروې، جاپان او بریتانیا (۱۵۶ هیوادونو ته بې وېزې)
۵ – لوګزامبورګ، سویس، هالنډ، بلجیم، اتریش او پرتګال (۱۵۵ هیوادونو ته بې وېزې)
۶ – مالیزیا، ایرلنډ، کاناډا او امریکا (۱۵۴ هیوادونو ته بې وېزې)
۷ – یونان، استرالیا، نیوزیلنډ (۱۵۳ هیوادونو ته بې وېزې)
۸ مالټا، چک جمهوریت، ایسلنډ (۱۵۲ هیوادونو ته بې وېزې)
۹ – هنګري (۱۵۰ هیوادونو ته بې وېزې)
۱۰ – سلووینیا، سلواکیا، پولنډ، لیتوانیا، لاتویا (۱۴۹ هیوادونو ته بې وېزې)
د دې لیست په پای کې د سومالیا،عراق، پاکستان او افغانستان نومونه راغلي دي.
د افغانستان په پاسپورټ یوازې ۲۲ هیوادونه وېزه نه غواړي.
بیاهم د دې لست د آخر له خوا اول نومره شوي یو.