د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ

تاند- د ناټو او روسیې شورا نن / پنجشنبه/ په بروکسیل کې پر افغانستان، اوکراین او نورو دوه اړخیزو اختلافي مسلو خبرې وکړې.

د ناټو سرمنشي، چې د غونډې مشري یې کوله، له خبرو وروسته خبریالانو وویل، که څه هم د افغانستان په اړه د ناټو او روسیې ارزونه توپیر لري خو فکر کوي چې د افغانستان په امنیت کې د دواړو ګټې نغښتې دي.

سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل چې په غونډه کې دواړو خواوو په درو مسلو، اوکراین، افغانستان او شفافیت سپینې او زغردې خبرې په صمیمي فضا کې وکړې.

د ناټو سرمنشي وویل چې په غونډه کې یې هغه راپورونه مطرح کړل چې پر اساس یې ویل شوي چې روسیه د طالبانو ملاتړ کوي خو روسي لوري دا راپورونه رد کړل.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف د خپل هیواد رسنیو ته ویلي چې ناټو روسیې ته داسې اسناد وړاندې نه کړل چې له طالبانو سره د مسکو ملاتړ ثابت کړي.

ده، چې د ناټو او روسیې د شورا له خبرو وروسته په بروکسیل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ نیوکه وکړه، ویې ویل «که رښتیا ووایم، موږ په مسکو کې هڅه وکړه چې په دې ستراتیژۍ کې نوي عناصر ومومو، خو پیدا مو نه کړل. مګر د دې ستراتیژۍ منفي اړخونه ډېر دي او دا موږ ته پوره ښکاره دي.»

کابلوف زیاته کړه«کله چې طالبانو ته ویل کېږي چې وژل کېږي به، هغوی د مسلې پر سوله ییز حل باور له لاسه ورکوي. په بله ژبه دا نوې ستراتیژي په افغانستان کې د ملي پخلاینې هیلې له منځه وړي.»

کابلوف همداراز وویل، فکر نه کوي چې د ناټو ماموریت به په افغانستان کې بریالی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *