تاند- په بریتانیا کې څېړونکو د روغتونونو لپاره یو پډ جوړ کړی چې که لاس پرې کېښودل شي نو میکروبونه له منځه وړي.
دا پډ د روغتونونو د دروازو ترڅنګ او د روغتون د خونو پر دېوالونو نصب کېږي څو د عفوني ضد کېدو لپاره لاسونه پرې ووهل شي.
دا پډ، چې (Surfaceskins) سرفېس سکینس نومېږي، د لیډز پوهنتون څېړونکو له یو ډول ټوکر څخه جوړ کړی دی.
اوس د بریتانیا د روغتونونو په دهلېزونو کې له اېښودل شوي عفوني ضد مایع څخه کار اخیستل کېږي.
د دې لپاره چې د روغتون دروازې ډېر کسان لمسوي یا لاس پرې وهي، د هغو ترڅنګ د دغه پډ نصب کېدا مرسته کوي چې د ناروغیو د سرایت مخه ونیول شي.
دا پډ روغتونونو ته د باکتریاوو په سلو کې ۹۰ مخنیوی کوي. کله چې دروازه پورې کوئ یا ټېلوهئ د سرفېس سکینس پډ یوه اندازه الکولي جیل یا مایع دروازې ته ورخوشي کوي او مخکې تر دې چې بل څوک دروازې ته لاس نژدې کړي، له دروازې باکتریاوې پاکې وي.
د دغه پډ پوښونه په اوونۍ کې یو ځل باید بدل شي خو ویل کېږي چې بیه یې لږه ده.