تاند- یوې فرانسوي کمپنۍ د الوتکو لپاره یو نوی انجن ډیزاین کړی چې د بشپړېدو په صورت کې به د الوتکو د سونګ موادو مصرف ډېر لږ کړي.

د دې انجن څرخېدونکي تېغونه یا پرې بهر دي او هر څوک یې لیدلی شي.

په عادي انجنونو کې د محرکه سیستم څرخونه تر پوښ یا کاور لاندې وي.

د سفران (Safran) په نوم فرانسوي کمپنۍ وايي چې د الوتکې دا انجن یې د هګۍ بڼه لري.

سفران کمپنۍ د بېلابېلو الوتکو لپاره انجنونه جوړوي.

د دې کمپنۍ دا نوی انجمن به تر ۲۰۲۳ م کال پورې په الوتکو کې استعمال کړل شي.

سفران کمپنۍ دا انجن د اروپايي اتحادیې په ملاتړ جوړ کړی دی.

ویل کېږي چې دا انجن به د الوتکې د تېلو مصرف تر ۱۵ فیصدو پورې کم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *