تاند- د امریکا د پوځ پخواني متخصص جناتن موریتا د پنجشنبې په ورځ محکمې ته وویل، کله چې د بوبریګدال د موندلو لپاره یې لټه کوله د ده پر اوږه ټوپک په مرمۍ ولګېد، توپک یې له اوږې ولوېد او ښی لاس یې سخت ټپي شو.

امریکايي پوځي بو بریګدال په دې خاطر محاکمه کېږي چې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې له خپلې پوستې په خپلسر وتلی او وسله والو طالبانو ته په لاس ورغلی و.

بو بریګدال په دې خاطر محاکمه کېږي چې له یوې خوا په یوه خطرناکه سیمه کې ولې له خپلې پوځي پوستې په خپل سر ووت او له بلې خوا یې په خپل دې کار د خپلو ملګرو، چې د ده د موندلو لپاره یې هلې ځلې کولې، ژوند له خطر سره مخامخ کړ.

په شمالي کارولینا کې د بریګډال د محاکمې په جریان کې د امریکا د سمندري ځواک هغه پوځیان هم د شاهد په توګه حاضر شول چې د ده د موندلو لپاره د عملیاتو په لړ کې ټپی شوي ول.

۳۱ کلن بریګډال له خپلې پوستې له وتلو وروسته له طالبانو سره ۵ کاله برمته و.

امریکايی – کاناډايي جوړه مېرمن کتلان کولمن او جوشوا بویل دوه اوونۍ وړاندې له حقاني شبکې څخه له ۵ کاله یرغملتوبه وروسته خوشي شوه.

دې جوړې هم تور لګولی چې طالبانو ورسره بد چلند کړی دی.

بریګدال وايي چې طالبانو د برمته توب په موده کې په قفس کې اچولی، په توره خونه کې ساتلی او وهلی دی.

ده همداراز ادعا کړې چې تر لس ځلې زیات یې د تېښتې هڅه کړې ده.

په ۲۰۱۴ م کال د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د بریګېدال د خلاصون په بدل کې د ګوانتنامو له بنده ۵ طالب مشران خوشي کړل.

بریګېدال د اکتوبر په شپاړسمه د دسپلین د نه رعایتولو او ناسم چلند تورونه ومنل. دا جرمونه د دې سبب کېدای شي چې د عمر قید سزا ورکړل شي.

بریګډال د رسنیو له لارې له څارنوالانو او قاضیانو څخه وغوښتل چې ده ته سخته سزا ورنه کړي.

خو بریګډال مدافع وکیل د پوځیانو هغه تور نه مني چې وايي د ده د موندلو په خاطر ټپیان شوي دي.

One thought on “په افغانستان کې له برمته توب خوشي شوی پوځي محاکمه شو”
  1. په لوستلو می یی وخت ضایع کړ

    د محاکمه کیدلو په اړه مو هیڅ نه دی ویلی

    داسی خبر څه مانا؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *