د روان (۱۳۹۶) کال د لړم مياشتي ۵ نېټه په هلمند ادبي بهير کي اونيزه ادبي ناسته ترسره سوه، چي په دغه ناسته کي د مرکزلښکرګاه او ولسوالیو ګڼ شمېر شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی وو.
د ادبي بانډار پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره وسو.
ورپسې د نثرلړۍ پيل سوه، چي د لیکوالانو لخوا ليکل سوي لنډي کیسې، نثري او ادبي ټوټې ولوستل سوې.
چي د نننۍ غونډي د نثري لړۍ څخه د محمد جمعه (حیران) لخوا د (ورک حاجي) ترسرلیک لاندي لیکل سوې نثري ټوټه مو د درنو، لوستونکو لپاره انتخاب کړې ده.
« یو تن ورک (حاجي صاحب) پولیسو هغه د انځور په مرسته وموند، او د پولیسو (مامور) ورڅخه وپوښتل، حاجي صاحب! ولي د کور څخه تښتېدلی وې؟
ځواب: کله چي د حج د فریضې تر ادایني وروسته کورته راستون سوم، ومي لیدل چي د دوستانو تعداد مي تر سلګونو لوړ سوی وو. هر یوه په خورا مینه او محبت ښکلولم، څه دي سر په له ګرزوم، نو زه هم اړ وم چي په ښوو ډالیو يې رخصت کړم، د لومړۍ ورځي لګښت مي یو لک افغانیو ته ورسیده، همدارنګه مي په دوهمه ورځ کي هراړخیز مصرف دوه لکه ته جګ سو، د شپې مي د ځان سره وپتېل چي سړیه! د سبا لپاره څلور لکه مصرف له کومه کوې؟ او….
مامور صاحبه! نو ته ووایه: بېله تېښتي بله کومه لاره راپاتي وه، چي غوره کړې مي وای.
مامور وخندل: ویل يې خدای (ج) دي زموږ خلګو ته انصاف ورکړي!
او موږ او تاسي دي خدای (ج) سمي لاري ته هدایت کړي! »
د غونډي وروستۍ برخه چي نظمونواوغزلونو، ته ځانګړې سوې وه، شاعرانو خپل شعرونه چي زياته برخه يې دسولي او ورورولۍ په اړه ترتيب سوي وه، د غونډي پر ګډونوالو ولورول او د برخه والو لخوا په ښه ولولو او د لاسونو په پړکا بدرګه سوه.
د هلمندادبي بهیر رسنيزه څانګه.