تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن تېره اوونۍ د اسلام اباد په سفر کې پاکستاني چارواکو ته توندې خبرې کړي دي.
که څه هم تراوسه پورې نه پاکستان او نه امریکا د ټیلرسن او امریکايي چارواکو د ټولو خبرو جزییات څرګند کړي خو ځینې امریکايي رسنیو اوس راپور وکړی چې ټیلرسن په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته په زغرده ویلي چې په خاوره کې یې تروریستان ځالې لري او که پاکستان د هغو خلاف اقدام ونه کړي، امریکا به په یو اړخیز ډول اقدام وکړي.
د ټیلرسن د څرګندونو مطلب دا دی چې د طالبانو پر مرکزونو له هماغه راز برید وکړي چې د القاعده د مشر اسامه بن لادن پر ځالې یې د پاکستان د پوځي اکاډیمۍ په غوږ کې کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې ویلي چې د طالبانو له منځلارو غړیو سره خبرو ته تیار دی او امریکايي چارواکو څو ځلې په قطر کې د طالبانو له استازو سره غیر رسمي تماسونه نیولي دي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، ټیلرسن وویل چې د طالبانو استازو ته یې ویلي چې هیڅکله به له پوځي لارې بري ته ونه رسېږي او که جنګ بس کړي دا امکان شته چې د افغانستان په حکومت کې شریک شي.