یو ځای مې ولوستل، چې د مالیزیا پخواني ولسمشر مهاتیر محمد په هېواد کې د موټر جوړولو صنعت ته مخه پرانیستله؛ خو د مالیزیا موټرو جوړولو مارکېټ پیدا نکړ، خلکو له مسخرې صابون داني بلل، د ټوکو مسخرو ډېرې کیسې ور پورې تړل شوې وې.
مهاتیر محمد د جمعې پر ورځ په همدغه موټر کې پخپله ډرېورۍ له کوره ووت، په واټونو او څلور لارو له ګرځېد یوې لویې مغازې ته ودرېد، د سودا له رانیولو بېرته په دغه ګاډي کې خپل کور ته ستون شو، د دوشنبې پر ماښام یې د ۲۷۵ موټرو د پلور راپور تر لاسه کړ، په څو ورځو کې صابونداني د فیشني موټر په توګه په خلکو کې دود او موډ شو.
مهاتیر محمد د زړه ناروغ شو، ده ته یې په بهر کې د درمنلې سلا ورکړه، خو ده ونه منله، د ده په خبره که دی خپله درملنه په بهر کې وکړي، خلک به د خپل هېواد په درملنه بې باوره شي او د روغتیا سالم سیسټم به را منځ ته نه شي. اوس د مالیزیا روغتیایي نظام دومره باوري شوی چې د ارزانه درملنې په پار بهرنیان ور مات دي.
همدارنګه د یو سیاستوال په اړه وایي، چې په غونډه کې د وینا پر مهال په ده برید وشو، له هرې خوا سرې ګولۍ چلېدلې، له ده یې وغوښتل چې کښېني، خو ده وویل، که زه نن کښېناستم بیا به هيڅوک پورته نهشي.
ـــــــــــــــــ
خو زمونږ عټان او خواص د ځان او کورنۍ د درملنې په موخه، د نړۍ د هغه هېوادونو نوملړ ګوري، چې طب په کې عصري او تر حده رسیدلی، بیا په دې هېواد کې هم په هغه روغتونونو پسې ګرځي، چې پرسونل او وسایل یې تر بل هر داخلي روغتونه د خدماتو په عرضه کولو، د ښه پرسونل او وسایلو په لرلو تر نورو مخکښ وي. اګر که د دې ښاغلو معمولي ناروغي هم وي، چې هغه د چا خبره په دم، تعویز یې ښه کېدل هم ممکن وي.
د تدواۍ پر وخت دومره مصارف پرې کوي، چې پر مټ یې په کور دننه یو عادي روغتون جوړیدلی شي، که د بیا ځل لپاره لاړ نشي او هغه پېسې چې بهر یې په درملنه مصرفوي راوخلي او په دې عادي جوړ کړي روغتون یې مصرف کړي، باوري اوسئ چې ټول وسایل او مستعد پرسونل پرې برابرولی شي.
چې له دې وروسته به همدا روغتون په کور دننه د تر ټولو غوره او قوي اوسي، نه به یوازې غټان او خواص په کې تداوي کېږي، بلکې ټیټان او عوام به هم په کې تدواي کېږي؛ خو دا هر څه دوی څنګه وکړي؟
دوی ته د ځان او د کورنۍ د غړي ژوند، تر ټول افغان ملت او نړۍ ژوندي پاتې کېدوغوره دی، مونږ تاسې ټول دې ومرو، د دوی څه، کومه ډکه یې تشیږي، کوم درد به محسوس کړي، پر وړاندې به یې کوم خنډ ایجاد شي؟ نه څه و، نه څه شو!
د مهاتیر مهمد سره یې تاسې پرتله کړئ، چې څومره توپیر شتون لري؟!
همدارنګه د هغه سیاستوال په اړه، چې یوې غونډه کې د وینا پر مهال یې د برید کوونکو د ټوپکونو له خولو سرې ګولۍ چلېدلې، له ده وغوښتل شول، چې کښېني، خو ده وویل، که زه نن کښېناستم بیا به هيڅوک پورته نهشي.
خو زمونږ سیاستوال، نه یوازې دا چې د ملت د مستقبل مُرال لوړاوي لپاره خپل ټټر د دښمن د فیر شویو ګولیو پر وړاندې نه نېسي، بلکې همدا ملت د ډال په بڼه کاروي د خپل سر د مصوؤنیت په خاطر یې د مرګ خوله کې اچوي؛ ترڅو د ده ژوند خوندي اوسي، نه یوازې دا چې دا کار کړي، بلکې د خپلې اقامتګاه چارچاپیره لکه د فولادو کلک دېوالونه، پوستې، ساتونکي او د تګ راتګ پر مهال ضدي زري موټرې استعمالول، دا هرڅه ــ څه توپير دی؟
ــــــــــــ
څه فکر کوئ! دلته د روغتیا د یو ښه او سالم سیستم د رامنځته کېدو هیله یو خوب و خیال نه دی؟
دلته د داخلي تولید، مصنوعات، زراعت …. نور په معیار برابرېدل ممکن دي، چې غټان؛ مو له پردیو تولیدي توکو ګټه پورته کوي، اګر چې عادي او واړه هم اوسي او تر هغې دلته په کور دننه په ښه کیفیت لرونکي توکي تولیدیږي؟
دلته د راتلونکو چارچوب چلوونکو او ملت رهبري کوونکو په اړه، کوم تضمین شته، چې د نن حال دا وي؟
۱۳۹۶/لړم/۴ ص ف دفتر، جلال اباد