استاد ښکلی

د تېر زمري د خپلواکۍ په ورځو شپو کې مې د نسيم حجازي له ناولونو سره په پرتليز نقد کې د نصير احمد احمدي د ناول(بغدادي پير) په اړه ليکلي وو، چې د نسيم حجازي موخه، زمانه او جغرافيه بدله وه او پښتو ته هم دا ناولونه هغه وخت د يوې ځانګړې موخې له مخې وژباړل شو؛ خو اوس چې شرايط او ځای بدل دی، بيا بيا چاپ يې د خپرندوی پر اراده د لوستونکي شک پيدا کوي.

پر ما انتقاد وشو، چې زه ولې د لويديځ پر يوه ناول دا ډول انتقاد نه کوم؟

خبره که د انتقاد وي، نو پر هره هغه ژباړه نيوکه پکار ده، چې تر شا يې تخريبي موخه پټه وي؛  خو دا ګنې اړينه وه، چې د نسيم حجازي پر ناولونو د نقد لپاره مې يو يا څو لويديزو ناولونو ته هم اشاره کړې وای، چې لوستونکي زما پر اراده  شک نه وای کړی؟

دا غوښتنه زموږ د ټولنيز قضاوت سطحيت ښيي. يوازې دا نه، بلکې زموږ ډېر قضاوتونه او ټاپې همداسې سطحي دي. له يوه عالم نه دا هيله کېږي، چې د ټولنيز انتشار د مخنيوي لپاره سطحي قضاوتونه عام نه کړي.

ناولونه تاريخونه نه دي.په اعتقاد کې دا خبره حتمي ده، چې مذهبي کيسي به واقعيت ګڼې؛ خو په ادب او همدا شان په داستاني هغه کې د رښتيا او دروغو راج نه چلېږي، ځکه نو آن تاريخي ناولونه هم د مذهبي اعتقاد برخه نه دي او چې نه دي، تقدس هم نه لري، چې د شپول غوندې ترې راتاو شي او له نقده يې ماورا کړي.

د واقعيت ګڼلو ذهنيت د مذهب د حقانيت بنسټ جوړوي؛ نو که پر ادبي داستانونو د مذهبي عقيدې د بنسټ ايښودو هڅه کوو، له مذهبي اعتقاد سره د څو پېړيو هغه راروان سطحي چلن کوو، چې بې سنده يې په انبياوو او اولياوو پسې کيسې او کسالې(افسانې) جوړې کړي دي، چې نه يې تاريخي قرينه معلومه ده او نه يې منطق.

موږ ته د خپلو خلکو مادي او معنوي ګټه مهمه ده. له هرې خوا نه چې ورته اثر راځي، بې له توپيره پکار ده، چې يو ځل په دې کاڼي وتلل شي.

پر ادبي آثارو د ادبي درايت او اصولو په رڼا کې نقد کېږي. که د نسيم حجازي پر ناولونو د نقد لپاره دا اړينه وي، چې د مارکېز يا همينګوی يا د پاولو کويلو پر کوم ناول نقد وشي؛ نو دا علمي شېوه نه ده.

د پاولو کويلو ناولونه د انساني ذهن د انکشاف او د بشر د دروني خواهشاتو تصور راکوي او له موږ سره په تکامل کې مرسته کوي او د ژوند په اړه مو د معلوماتو پانګه بډايه کوي.

د پاولو کويلو(کيمياګر) د ځانپېژندنې او تجسس خوندور رواني او روحاني سفر دی، چې تر سلو په زياتو ژبو ژباړل شوی دی او د سميع الدين ارمان د (تنقيدي تعبيرات) په حواله تر ۱۵۰ميلونو زياتې دانې خرڅې شوې دي(۱: ۱۲۹). مطلب دا چې نورو خلکو ته دا ناول څومره مهم دی؛ خو موږ ورسره بايد په دې خاطر کينه وکړو، چې د لويديځ توليد دی؟ خو دا علمي چلن نه دی.

همداسې (د سوفي نړۍ) هم درواخلئ.

د جګړو په برکت ټولنې سطحي کېږي، چې له مثبت فرهنګي پوره هم کرکه کوي او خپله تاريکي ورته رڼايي ښکاري. د حضرت عايشې وينا ده، چې د شمعې له رڼا نه استفاده وکړئ، دې ته مه ګورئ، چې شمع د چا په لاس کې ده.

د ټولنيز پرمختګ لپاره ملتونه له نورو فرهنګونو سره اخله رااخله کوي. دا نه ګوري، چې شمع د چا په لاس کې ده.

ماخذ:

  • ارمان، سميع الدين. ۲۰۱۷. تنقيدي تعبيرات(۲). کوټه: پښتو اکېډمۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *