افغان ولسمشر تېره اوونۍ نوي ډهلي ته په يو ورځني رسمي سفر ولاړ او هلته يې د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي، ولسمشر “رام نات کوويند” او د بهرنيو چارو وزېرې سوشما سواراج او نورو جګ‌پوړو هندي چارواکو سره وکتل.

دا سفر کابل-اسلام‌آباد-نوي‌ډهلي ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن له سفر سره هم‌مهاله و. له ولسمشر غني يوه ورځ وروسته (د اکتوبر په ۲۵مه) د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم نوي ډهلي ته ولاړ او هلته يې له هندي چارواکو سره د افغانستان پر قضيه د خبرو اترو ترڅنګ، پر پاکستان هم سختې نيوکې وکړې. د امريکا د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې له پاکستان سره د دوی مرستې به له سخت‌دريځو ډلو سره د پاکستان پر اقداماتو پورې مشروطې وي.

د افغانستان څو ولايتونه په تېرو دوو اوونيو کې د خونړيو بريدونو شاهد وو، چې له کبله يې نژدې ۱۵۰ تنه ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات ټپيان شول. د دغه راز پېښو پر مهال افغان حکومت تل پاکستان ته د ملامتۍ ګوته نيسي.

د ولسمشر له دغه سفر وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم پر افغانستان او هند تور پورې کړ، چې په ګډه د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره هڅې کوي.

دا چې د افغانستان لپاره د ټرمپ د تګلارې له اعلان وروسته د کابل-اسلام‌اباد-نوي ډهلي اړيکې په کوم لوري روانې او راتلونکی به يې څه وي؟ دلته پرې شننه کوو.

د افغانستان-هند نږدې کېدونکې اړيکې

هند که څه هم تل له افغانستان سره ښې اړيکې لرلې دي او د حامد کرزي په دواړو دورو کې هند او افغانستان نژدې پاتې شول؛ په ۲۰۱۱ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژيک تړون هم لاسليک شو؛ خو د ملي يووالي حکومت له راتګ وروسته د پاکستان په لور د اشرف غني د نژدې کېدو له کبله، دا اړيکې د څه مودې لپاره سړې شوې.

دا دوه‌اړخيزې اړيکې که څه هم د ملي يووالي حکومت له لومړيو څو مياشتو راوروسته بېرته د نږدې کېدو په لور وې، خو د افغانستان لپاره د ټرمپ د تګلارې له اعلان وروسته دا اړيکې د بل هر وخت په پرتله تودې شوې.

هند غواړي په افغانستان کې د نرم ځواک له لارې خپل رول ولوبوي. له همدې کبله هند په افغانستان کې د بيارغونې ګڼې پروژې پلې کړې او په ټوله کې يې له افغانستان سره په بېلابېلو پروژو کې، کابو درې مليارده ډالره مرستې کړې دي.

په اوسني وخت کې چې پاکستان په نړيواله کچه تر فشارونو لاندې دی، هند هم له فرصت څخه په استفادې سره هڅه کوي، پاکستان نور هم منزوي کړي. د سياسي ډګر ترڅنګ نوی ډهلی او کابل دواړه په اقتصادي او سوداګريز ډګر کې هم، د پاکستان د منزوي کولو هڅه کوي. نرېندرا مودي له ولسمشر غني سره په ګډه غونډه کې خوښي څرګنده کړه، چې دا مهال کندهار، هرات او مزارشريف د هوا له لارې له نوي ډهلي سره تړل شوي او ټينګار يې وکړ، چې هند د چابهار بندر د فعاليت د پيل په اړه هم جدي کار کوي. د دې ترڅنګ، افغان ولسمشر په هند کې يوې غونډې ته په وينا کې ګواښ وکړ، که پاکستان د واګې بندر له لارې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ مخه نیسي، کابل به هم منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د پاکستان د سوداګري مخنیوی وکړي. ولسمشر غني په دې وروستیو د یوه حکم په صادرولو سره افغانستان ته د پاکستاني لاريو پر تګ هم بندیز ولګاوه. تېره مياشت د افغانستان د اجرائيه رئيس په سفر کې هم پر اقتصادي اړخ زيات تمرکز وشو او په هغه سفر کې ۲۰۰ سوداګر له نوموړي سره ملګري وو. هند هم د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۱۶ مهمو پروژو د پیلولو ژمنه وکړه.

په اوسني وخت کې داسې برېښي، چې افغانستان او هند دواړه غواړي د سيمه‌ييزو ملګرو په توګه د اړيکو په پياوړتيا سره، د پاکستان د دريځ پر وړاندې مبارزه او پر پاکستان د فشارونو زياتولو لپاره ګډ کار وکړي. 

په افغانستان کې د هند زياتېدونکی رول

د افغانستان او سيمې لپاره د ټرمپ ستراتېژي د اوباما له ستراتېژۍ سره په ځينو برخو کې ورته‌والی او په ځينو برخو کې بيا ژور بدلون لري. که څه هم د اوباما په ستراتېژۍ کې ويل شوي وو، چې سخت‌دريځې ډلې په پاکستان کې خوندي ځالې لري، خو پر پاکستان د اوس په څېر فشارونه نه وو.

ډونالډ ټرمپ بيا د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره په خپله تګلاره کې په افغانستان کې د هند د رول پر زياتولو ټينګار وکړ. همدا لامل دی، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ويناپاڼه د ولسمشر د وروستي سفر په تړاو کاږي: «دواړو مشرانو د افغانستان او سيمې لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته په رامنځته شوو فرصتونو خبرې وکړې او هغه يې د سيمې د ثبات لپاره مهم وبلل.»

په افغانستان کې د هند رول زياتولو په موخه، دغه هېواد ته د امريکايي او افغان چارواکو سفرونه زيات شول او په يوه مياشت کې د افغانستان اجرائيه رئيس، د بهرنيو چارو وزير او ولسمشر هند ته په رسمي سفرونو ولاړل.

هند که څه هم دغه وضعيت ته د يوه فرصت په سترګه ګوري، خو بيا هم د افغانستان په تړاو د پاکستان حساسيت په پام کې لري. د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په امريکا کې د وينا پر مهال په افغانستان کې د هند له پوځي رول سره کلک مخالفت وکړ. که څه هم، نوي ډهلي ته د افغانستان د اجرائيه رئيس په سفر کې د افغان ځواکونو د روزنې او درملنې په تړاو يو هوکړه‌ليک لاسليک شو؛ خو هند په اوسني وخت کې نه غواړي په افغانستان کې پوځي رول زيات کړي. له همدې کبله د هند دفاع وزيرې تېره مياشت د امريکا له دفاع وزير جيمز متيس سره په ګډ کنفرانس کې وويل: «هند به هېڅکله هم افغانستان ته پوځيان ونه لېږي.»

هند ته د ولسمشر وروستی سفر

پر پاکستان د وروستيو فشارونو په اوج کې، د پاکستان لوی درستيز قمر جاوېد باجوه کابل ته د دغو فشارونو د کمولو په موخه سفر وکړ او له افغان چارواکو سره يې په ملاقاتونو کې له يوې خوا د څلوراړخيزو خبرو اترو پر بيا پيل هوکړه وشوه او ترڅنګ يې پاکستان ته د ولسمشر غني د احتمالي سفر خبرونه هم خپاره شول.

له دغه سفر وروسته د تلې په ۲۵مه د هند د لومړي وزير د ملي امنيت سلاکار اجيت دووال افغانستان ته په سفر کې، ولسمشر غني ته د هند د سفر په تړاو د نرېندرا مودي بلنه هم وسپارله. د هند د ملي امنيت د سلاکار دا سفر داسې مهال و، چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازي په عمان کې د افغان سولې په تړاو په خبرو اترو بوخت وو.

د ولسمشر غني دا سفر او بيا داسې مهال چې پاکستان ته يې د سفر خبرونه هم خپاره شول، د پاکستان د منزوي کولو د هڅو يوه برخه وه. نرېندرا مودي له اشرف غني سره په ملاقات کې وويل: «د سيمې هېوادونه بايد له ترهګرۍ سره صادقانه مبارزه وکړي او د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.»

دغه سفر پر پاکستان د فشارونو زياتولو په برخه کې رول ولوباوه. له همدې کبله، له دغه سفر وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د اکتوبر په ۲۶مه د پاکستان د ملي اسامبلۍ د بهرنيو اړيکو کمېټې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه، چې د هند استخباراتي اداره او د افغانستان د ملي امنيت اداره دواړې د پاکستان د بې‌ثباته کولو هڅې کوي. کوم تور چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ رد کړی دی.

په افغان-پاک اړيکو کې د نوي ډهلي کارډ

د افغانستان او پاکستان په دوه‌اړخيزو اړيکو کې هند هغه بحث دی، چې تل له دواړو لورو سره مطرح دی. افغانستان او هند دواړه له پاکستان سره ترينګلې اړيکې لري. که څه هم د پاکستان دښمني له هند سره ژوره ده، چې له کبله يې د افغانستان په تړاو د دغه هېواد پر بهرني سياست هم سيوری غوړولی؛ مګر کابل-اسلام‌اباد که څه هم په ځينو وختونو کې ښې اړيکې پاللې دي، خو په ټوله کې دا دوه‌اړخيزې اړيکې متزلزلې او تل د بې‌باوريو ښکار دي.

له نویيمې لسیزې راهیسې کابل د هند او پاکستان ترمنځ د يو شمېر لاملونو له کبله په اړیکو کې توازن نه دی ساتلی. په ځانګړي ډول دا اړيکې بيا د ملي يووالي حکومت له جوړېدو راوروسته متوازنې نه وې. کله چې له اسلام‌اباد سره د کابل اړيکې رغېدلې، له نوي ډهلي سره يې اړيکې سړې شوې او کله چې له اسلام‌اباد سره اړيکې خرابې شوې، نوي ډهلي ته نژدې شوی دی. ځکه نو په کابل-اسلام‌اباد اړيکو کې د نوي ډهلي کارډ اسلام‌اباد اندېښمن کړی او تل يې د هند او افغانستان له اړيکو اندېښنه لرلې ده. اسلام‌اباد به د خپل ستراتېژيک عمق تګلارې له کبله هېڅکله هم د افغانستان-هند نږدې اړيکې ونه شي زغملی.

د کابل له لوري بيا د کابل-اسلام‌اباد اړيکې د عملي همکاريو او د کړيو ژمنو تر پلي کېدو پورې تړاو لري؛ خو په اوسني وخت کې هم افغانستان ته ښايي، چې له هند سره نژدې کېدونکې ملګرتيا د سيمې له حساسيتونو سره سمه مديريت کړي او دا ملګرتيا په افغانستان کې د لا زياتې بې‌ثباتۍ لامل نه شي.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *