الیس ویلز

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، پاکستان باید په هر قیمت او هر حالت ژر تر ژره د تروریزم پر ضد اقدام وکړي او طالبان خبرو ته کښېنوي.

مېرمن الیس ویلز، چې د جنوبي اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازندوی دفتر سرپرسته ده، وايي«پاکستان باید د تروریزم پر ضد په څو اوونیو کې دننه اقدام وکړي او په هر قیمت چې وي، طالبان خبرو ته راولي.»

دې دا هم وویل«پاکستان باید په راتلونکو څو اوونیو کې خپل مسوولیت مشخص کړي چې ایا له تروریزم سره مبارزه کوي او که یې نه کوي.»

پاکستاني رسنیو د مېرمن ویلز له قوله دا هم ویلي چې پاکستان باید پرېکړه وکړي چې له تروریزم سره په جګړه کې د امریکا همکار دی او که نه دی.

مېرمن ویلز په کلکه وویل«موږ پاکستان د تروریزم پر ضد د مبارزې په اړه د امریکا له پالیسۍ خبر کړی، اوس ورته انتظار یوو چې په ممکن کم وخت کې عملي اقدام کوي او که نه کوي.»

دې په زغرده وویل«که پاکستان له امریکا سره همکاري ونه کړي امریکا به د پاکستان له مرستې پرته په خپله اقدام وکړي.»

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د پاکستان له سفره وروسته په جینوا کې وویل چې که پاکستان د تروریستانو د پناهځایونو پر ضد اقدام ونه کړ، امریکا به په یو اړخیز ډول د تروریستانو ځالې په نخښه کړي.

داسې ښکاري چې ټیلرسن دا خبره د اسلام اباد د سفر په لړ کې پاکستاني چارواکو ته هم کړې وه. د پاکستان د ټیلرسن له ستنېدو وروسته وویل چې امریکا ته به اجازه ورنه کړي چې د پاکستان په خاوره کې عملیات وکړي.

دا په تېرو ۱۶ کلونو کې، چې پاکستان د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ ته دوام ورکړی او امریکا پرې سترګې پټې کړي، لومړی ځل دی چې امریکايي چارواکي پاکستان ته د تروریزم د ملاتړ د بس کولو په اړه زغردې او سپینې خبرې کوي.

امریکا له دې سره سره چې ورته ثابته شوه چې بن لادن پاکستان ساتلی و، دغه هیواد ته د تروریزم د ملاتړ د بس کولو په اړه دا ډول خبرداري نه و ورکړي.

د امریکايي چارواکو وروستۍ څرګندونې ښيي چې نور پاکستان ته د امریکایانو د صبر کاسه په نسکورېدو ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *