تاند- ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت د افغانستان د یو شمېر سیاسي فعالانو او د وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ په دوبۍ کې یوه مشورتي غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې به د افغانستان د نوې جبهې ريیس انوار الحق احدي، د ملي اسلامي محاذ مشر پیر حامد ګیلاني، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی ريیس ضیاالحق امرخېل، د طالبانو یو پخوانی مشر سید اکبراغا، د کرزي د دورې وزیر عمرداودزی او ځینې نور شخصیتونه د طالبانو د قطر د دفتر له ۸ غړیو سره خبرو ته کښېني.
ویل شوي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د حکومت او د سولې د عالي شورا په استازیتوب څوک ګډون نه کوي.
د غونډې ځینې برخوال وايي، دوی هیله لري چې دا ناسته د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لار هواره کړي.
تر دې وړاندې په دې ډول غونډو کې هیڅ نتیجه نه ده ترلاسه شوې.
د ضیالحق امرخېل په باور طالبان د اساسي قانون د ځینو مادو د بدلېدو (تعدیل)، د انتخاباتو په سیستم کې د تغییراتو او له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو تضمین غواړي.
تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه وویل چې که طالبان له جنګه لاس واخلي امریکا له افغانستانه وځي خو که طالبان په دې فکر کې وي چې په زور به واک ته رسېږي امریکا به هیڅکله له افغانستانه ځواکونه ونه باسي.
ټیلرسن په تاکید وویل چې طالبان دې جنګ بس کړي چې امریکا له دې هیواده ووځي.